په هلمند ولایت کې سلګونو کسانو د وسلهوالو طالبانو پر خلاف وسلهوال پاڅون وکړ او په دې برخه کې یې له حکومته د ملاتړ غوښتنه وکړه.
دغه لسګونه کسان د دې لهپاره د طالبانو پر ضد وسلې ته لاس کړی، چې د دغې ډلې پورې اړوند کسان له خپلو سیمو څخه وباسي.
پاڅونکوونکي، چې زیاتره یې د پاخه عمر لرونکي دي وايي، وسلهوالو یې کورونه او مالونه لوټ کړي دي.
ددغو پاڅون مشران زیاتوي، چې دوی وسلهوالو سره د جرګې او جګړې دواړه دروازې پرانیزي.
د دغه پاڅونوالو مشران عبدالولي، حمیدالله او ګلبدین وایي، سیمو ته یې پاکستاني وسلهوال ورغلي او دوی به دغه وسلهوال له خپلو سیمو باسلو ته اړ کړي.
دوي وايي، چې حکومت باید دوی د دغو وسلهوالو پر ضد مسلح کړي.
بلخوا د هلمند د والي ویاند عمرځواک سلاموطندار سره خبرو کې وویل، چې د هلمند خلک نور له وسلهوالو په تنګ شوي، نوځکه یې د طالبانو په خلاف پاڅون وکړ.
ځواک زیاتوي، چې دوی به د پاڅونوالو سره هرډول مرستې وکړي او دوی ته به د وسلهوالو په خلاف عملیاتو کې برخه ورکړي.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي بیا رسنیو ته ویلي، چې دغه پاڅونوال د ملي امنیت او پولیسو سرتیري وو او په یو او بله نامه یې راټول کړي او دی ته یې اړکړي، چې د ولسي پاڅون رنګ ورکړي، خو دولتي لور يې دغه ادعا رد کړې ده .
له دې وړاندې پخوا هم ولسي وګړو د هلمند په نهرالسراج، اوناوه ولسواليو کې د وسلهوالو طالبانو په خلاف پاڅون کړی و، خو د دغه ولایت د سیمو په امنیت راوستلو کې د پام وړ اغیز نه و کړی.