سلام وطندار ته په لاس راغلي اسناد او شواهد ښيي، چې د ياد ولایت د کار، ټولنیزو، شهيدانو او معلولينو چارو رییس شاوخوا ۲۰۰ کسانو له پاره جعلي کارتونه جوړ کړي او په دې کارتونو سره د شهيدانو او معلولینو په نوم له دولت څخه پېسې اخلي او خپل جیب کې یې اچوي.
داسې هم ویل شوي، چې د علي جمعه په نوم د همدې ادارې د یو مامور لور په یواځې ځان ۵۰ کارټونه جوړ کړي دي.
په دې ولایت کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د ۳۵۰ استخباراتو ریاست ساحوي مسوولين داسې سندونه او شواهد په لاس راوړي، چې په نوموړي ریاست کې د شهيدانو او معلولينو اړوند په ميليونونه افغانۍ شخصي جيبونو ته تللي.
په هلمند کې د کورنيو چارو وزارت اړوند د استخباراتو د ۳۵۰ ځانګړي ریاست ساحوي مسوول لومړی څارن عبدالظاهر سلام وطندار ته وویل، چې د کار او ټولنيزو چارو ریاست ۴ هغه مامورين يې نيولي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې يې د شهيدانو او معلولينو په نوم ميليونونه افغانۍ ترلاسه کړي او په خپل منځ کې يې سره ویشلي دي.
هغه ویلي، چې په دغه ښکاره مالي فساد کې له رییس څخه نيولې تر ځينو نورو مامورينو پورې ښکېل دي.
همدا راز ځينې معلولین او د شهيدانو د کورنيو غړي هم په دغه ریاست کې د ځينو ناغېړو څخه شکایت کوي.
نثار احمد او بس بي بي د شهيدانو او معلولينو د کورنيو غړي دي.
دوی سلام وطندار ته وویل، چې له تېرو ۴ کلونو را په دېخوا يې اړوند ټول سندونه بشپړ کړي، خو تر اوسه پورې يې نغدي حقونه نه دي ورکړل شوي او هره ورځ د دغې ادارې د مامورينو له لوري په يوه او بله پلمه تېر باسل کيږي.
خو د هلمند د کار، ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو چارو رییس محمد نادر وطنوال بیا دغه تورونه بې بنياده ګڼي او وايي، چې دا تورونه د دوی پر وړاندې يوه دسيسه ده.
هغه وايي، چې دی په خپله د فساد او رشوت ريښي له وړاندې له بېخه ویستلي دي او په پوره رونټيا يې په دغه اداره کې خپلې چارې پرمخ بيولي دي.
نوموړي د استخباراتو له خوا پر دغه ریاست ټول لګول شوي تورونه رد کړل او زیاته يې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د حقیقت موندنې پلاوی دغه ولایت ته ورشي او هرڅه به په ډاګه کړي.
هغه وايي، چې اوس له دوی سره څه باندې ۷ زره شهيدان او معلولين ثبت او راجستر دي، چې تر نيايي ډېرو ته خپل حقونه رسېدلي او پاتې نورو ته به هم ورسيږي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیره نسرین اوریاخېل ويلي وو، چې په ټول هېواد کې یې د معلولینو په نوم ۵۰ زره خیالي ویشل شوي جعلي کارتونه پېژندلي دي.
اوریاخېل سلام وطندار ته زیاته کړې وه، چې دغه شمېر خلکو هره میاشت له حکومت څخه تنخوا اخیسته چې اوس ورباندې دریدلې ده.
مېرمن اوریاخیل دا هم ويلي و، چې له ۵۰ زره خیالي معلولینو څخه ۶۰۰ کسان، چې په یوه وخت کې یې له دوو کاروتونو ګټه اخیسته، په نښه شوي او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي.
د کار، ټولنیزو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان ۲،۷ سلنه نفوس معلولین جوړوي.