په هلمند سیند کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله ۸ کسان مړه شوي

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، نن سهار د کجکي ولسوالي اړوند په اذان سيمه کي يوه کښتۍ چې عام خلک یې له سيند نه تېرول، اوښتې او درې ماشومان، دوه ښځې او درې نارينه چې په‌کې سپاره وو، مړه شوي دي.

هغه وايي، تر اوسه د مړو شویو کسانو جسدونه په هلمند سيند کې دي او د موندلو لپاره يې پلټنې پيل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په هلمند سیند کې د ماشومانو په ګډون، لسګونه کسان ډوب شوي چې د ځینو یې مړي موندل شوي او یوشمېر نور یې تر اوسه لادرکه دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام