د لومړي ځل لپاره په هرات کې د افغان ښځو د خطاطۍ اثار نندارې ته کېښودل شول.
په دغه نندارتون کې د خطاطٌۍ او خوشنویسۍ ۵۵ اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.
دغه نندارتون د هرات ولایت د بشري حقونو د کمیسیون له خوا " په افغانستان کې د لومړنیو خطاطو ښځو د خوشنویسۍ د اثارو نندارتون" په نامه د ۵ ورځو لپاره د علامه سلجوقي په تالار کې جوړ شوی دی.
د مارچ اتمه، چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه نومول شوې ده، په هرات کې د ښځو د خطاطۍ او خوشنویسۍ اثارو ته د نندارتون لپاره مناسبه ګڼل شوې ده، چې د ډېرو لیدونکو پام راړولی دی، د ډېرو په باور دغه اقدام هنرمندانو او په ځانګړي ډول خطاطو ښځو ته درنښت ورکړی دی.
د هرات ولایت د بشري حقونو د کمیسیون رئیس عبدالقادر رحیمي وايي، چې د لومړي ځل لپاره دمارچ ۷مه د خطاطۍ په برخه کې د ښځو د خوشنویسۍ اثارو د نندارتون لیدونکي دي.
ښاغلی رحیمي هیله من دی، چې دغه ډول نندارتونونه به د ښځو هنرمندانو لپاره د لا ډېر کار موکې برابرې کړي.
په ورته وخت کې هغه ښځې چې اثار یې په نندارتون کې کې اېښودل شوي و.
وایي چې دوی هم کولی شي، چې د سړيو سره څنک په څنګ ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.
عفت حسینی یوه د خطاطانو له ډې ده، دا وايي، چې د دوی اثارو ته د نندارتونونو جوړل، دوی ته دا توان ورکوي، چې په خپل وجود کې پټ استعدادونه راښکاره کړي.
حمیده ساغري یوه بله خطاطه ده، چې لس اثار یې نندارې ته اېښودل شوي، وايي چې د دغه ډول نندارتونو په مرسته کولی شي، چې د نورو هنرمندانو ښځو له هنري کارونو ځينې خبره شي.
د ښځو د خطاطۍ او خوشنویسۍ د نندارتون جوړونکي هیله من دي، چې د اثارو زیات شمېر لیدونکي به یې ښځې وي.
د نندارتون جوړونکي په دې نظر دي، چې تر دې پخوا د خطاطو ښځو د اثارو لپاره نندارتون نه و جوړ شوی، خو وايي، چې جوړ شوی نندارتون د ښځو د استعدادونو د غوړېدا لپاره لومړۍ هڅه ده.