د افغانستان په لويديځ هرات ولایت کې د ښځو د فلم درېيمه نړېواله جشنواره ترسره شوه؛ چې دغې جشنوارې کې د سيالۍ له پاره ۳۰۰ فلمونه را ټول کړی شوي دي.
له دغو فلمونو څخه به ۶۴ غوره فلمونه د جایزې ګټلو له پاره سيالي وکړي.
د دغې جشنوارې ترسره کوونکي وايي، چې دغه ۶۴ فلمونه د افغانستان، ایران، روسیې، هندوستان، عراق، امریکا، لبنان، میانمار، نیدرلند، اسټرالیا، سویس، هانګ کانګ، ناروې، جاپان، سینګاپور، ایټالیا، هسپانیا او څو نورو هېوادونو څخه غوره شوي دي.
د دوی په وينا، دغه فلمونه به د درېيو ورځو له پاره نندارې ته وړاندې شي او وروسته به له ایټاليا، هند، ایران، امريکا او افغانستان څخه د سينماګرانو، بشري حقونو فعالانو څخه تر ټولو ښه فلمونه د جایزې له پاره غوره شي.
د ښځو د فلم درېيمې نړېوالې جشنوارې یو تن ترسره کوونکی د عزیز دلدار په نوم وايي، چې د دغو ۳۰۰ فلمونو له ډلې، ۴۳ يې د بهرنيو، ۲۲ يې د افغانستان څخه په بېلابېلو برخو کې ټاکل شوي او د لومړي، دویم او درېيمو مقامونو له پاره به سيالۍ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغې جشنوارې جایزې به تر ټولو ښه ډايريکټر، تر ټولو ښه سينماتوګرافي، همدارنګه تر ټولو غوره د فلم هلک او غوره د فلم نجلۍ ته به ورکول کيږي.
په مستندو فلمونو، انيمېشن او داستاني برخو کې به د بهرنيو هېوادونو پر فلمي اداکارانو جایزې ویشل کيږي.
دلدار وايي، چې د دغې جشنوارې اصلي موخې د ښځو د رول پياوړي کولو، د نړۍ سره د افغان ښځو د اړيکو او په بېلابېلا برخو کې د ښځو دي، چې د " خانه ی فلم رویا" او " ارمان شهر بنسټ" له خوا ترسره شوي دي.
د افغانستان د سينماګرانو د ټولنې رییس جوان شېر حېدري وايي، چې د دغې جشنوارې ترسره کول به د افغانستان د سينما د پرمختګ، د ټولنې او دولت د ويښتيا له پاره ډېر ګټور واقع شي.
له بل لوري د هرات والي محمد اصف رحيمي د دغې جشنوارې څخه د هرکلي ترڅنګ وویل، چې دا شان برنامې به د هېواد د فرهنګ د پرمختګ په برخه کې ګټور تمام شي.
هغه ژمنه وکړه، چې د سينما د هنر د پرمختګ له پاره به زمينې برابرې کړي.
د سينما د وضعيت څېړونکی او ليکوال رهنورد زریاب وايي، چې د افغانستان د سينما وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دغې جشنوارې ترسره کول به د افغانستان سينما ته د پرمختګ په برخه کې يو ښه ګام وي.
سندرغاړی فرهاد دریا وايي، چې افغانستان په داسې حساسو شرایطو کې قرار لري، چې د زیاتو لاسوهنو له امله تر پوزې راغلي، خو د سينما هنر کولی شي، چې د چوپو فريادونو غږونه پورته کړي.
دغه جشنواره په داسې حال کې ترسره کيږي، چې تر اوسه په هرات کې حتا يوه سينما هم فعاله نه ده.