په نولس ولایتونو کې سېلابونه؛ ۱۵۱ کسان مړه او ۲۵۰ ټپیان دي

په نولس ولایتونو کې د سختو بارانونو له کبله راغلیو سېلابونو ۱۵۱ کسان مړه کړي او ۲۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه سېلابونه د چهارشنبې شپې په نیمايي کې د پروان په چاریکار ښار، د کابل په سروبي ولسوالي او په کاپیسا، پنجشېر، میدان‌وردګ، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان، خوست او یوشمېر نورو ولایتونو کې راغلي دي.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي، تر اوسه په چاریکار ښار کې راوتلیو سېلابونو ۹۰ کسان مړه کړي او ۱۰۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د پروان د روغتیا رییس صفي‌الله وارسته وايي، د خلکو د ژغورنې په عملیاتو کې تر اوسه لسګونه جسدونه او له ۱۰۰ ډېر ټپیان د دغه ولایت روغتونونو ته ور وړل شوي دي. د نوموړي په وینا، تر اوسه د ژغورنې عملیات روان دي او د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر به ډېر شي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د کابل په سروبي ولسوالي کې هم د راوتلیو سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وايي، د دغه ولایت د کوه‌بند ولسوالي په شاواخ او ارام‌کوت سیمو کې د راوتلیو سېلابونو له کبله ۲۰ کسان مړه، ۱۹ ټپیان او ۴ نور ورک دي.

د کوه‌بند ولسوال سیف‌الرحمان خلیلي وايي، ښايي د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر لوړ شي او د یوه پل د نړېدو له کبله له کلیو سره د دغې ولسوالي د تګ‌راتګ لاره تړل شوې ده.

د کاپیسا د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست سرپرست محمدشریف امین وايي، له تېرو ۳۶ ساعتونو راهیسې د دغه ولایت په کوه‌بند، نجراب، لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې سېلابونه روان دي.

د کاپیسا د روغتیا رییس محمدشعیب دانش وايي، تر اوسه ۹ جسدونه او ۱۲ ټپیان د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.

بله‌خوا د پنجشېر د والي ویاند منصور عنابي وايي، په دغه ولایت کې د راغلیو سېلابونو له کبله ۳ کسان مړه او ۲ نور ټپیان دي.

د پنجشېر د والي مرستیال محمدامین صدیقي وايي، د دغه سېلاب له کبله د شُتل، عنابه، رُخه، دره‌ او ابشار ولسوالیو اوسېدونکو ته زیان رسېدلی دی. صدیقي وايي، د عمومي او فرعي سړکونو د تړل کېدو له امله تر اوسه په دغه ولایت کې د سېلابونو له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم.

د پنجشېر د روغتیا رییس شېردل دانش وايي چې په دره ولسوالي کې یو روغتیايي مرکز هم ویجاړ شوی او د دغه ریاست یو امبولانس هم اوبو وړی دی.

د میدان وردګ د والي ویاند محب‌الله شریف‌زی هم وايي چې د دغه ولایت په نرخ، جلرېز، دایمیرداد، چک او سیداباد ولسوالیو کې ۷ کسان مړه شوي، ۳۰ ټپیان دي او ۴ ماشومان ورک شوي دي. هغه زیاتوي، د پرون ورځې له ماسپښېن راهیسې په دغه ولایت کې سېلابونه روان دي.

سېلابونو په ننګرهار کې هم مرګ‌ژوبله اړولې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د یادو سېلابونو له کبله ۲ کسان مړه او ۴ ټپیان شوي دي.

په ولایتونو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وايي چې په کابل، پروان، کاپیسا، میدان‌وردګ، پنجشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لغمان خوست ولایتونو کې د لومړنیو شمېرو له مخې، ۱۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي، څو هټۍ او ۱۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او ۶۰۰ مالونه هم مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام