د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې تېر ماښام د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني شبکې يو قوماندان له خپلو شپږو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.
د پکتيکا د والي وياند نبي الله پيرخېل له سلام وطندار سره په خبرو کې وويل، چې د حقاني شبکې د قوماندان ملا سلطان له ملګرو سره په ډاټسن موټر کې روان و، چې د برمل ولسوالۍ د ترخې په سيمه کې بې پيلوټې الوتکې په بريد کې وژل شوي.
پېرخيل وايي، وژل شوي قومندان په سيمه کې د امنيتي ځواکونو لپاره خنډ و او د ډېرو بريدونو په تنظيم کولو کې يې له طالبانو سره مرسته کوله.
طالبانو د دې بريد په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې هم د هوايي بریدونو له امله ۶۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي سلام وطندر ته د ټېلیفون پر کرښه وویل، چې تېره ورځ مازدیګر مهال د هسکې مینې ولسوالۍ اړوند ۶ هوايي بریدونه ترسره شوي دي، چې له امله يې ۶۰ تنه وسله وال وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، لومړني معلومات ښکاره کوي، چې په دغه بریدونو کې د اسلامي امارت وسله والې ډلې ۴۰ تنه وژل شوي دي او د داعش وسله والې ډلې ۲۰ تنه وژل شوي دي.
هغه وايي، په بریدونو کې د وسله والو څلور عرادې وسایط هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډلې تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، چې د ننګرهار د شینوارو، په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو کابو پنځو میاشتو راهیسې وسله والو طالبانو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ نښتې روانې دي.
شاخوا یوه میاشت کیږي چې په دغو سیمو کې په دواړو وسله والو ډلو هوايي بریدونه زیات شوي دي.
له بل لوري د لغمان ولایت څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د افغان کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو یو تن مشهورقوماندان مسافر په نوم وژل شوی او یو تن یې زخمي دی.
دلغمان ولایت مطبوعاتی دفتر سلام وطندار ته د خبر پاڼې په لیږلو سره ویلي، چې تېره شپه د ۹ بجو په شا و خوا کې افغان کومانډو ځواکونو د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د پوین، پراین او للمې په سیمو کې عملیات کړي چې په پایله کې د وسله والو مخالفینو یو تن مشهور سیمه ییز قوماندان مسافر په دغو عملیاتو کې وژل شوی او یو بل تن مخالف وسله وال شدید زخمي شوی دی.
خبر وایی د عملیاتو په پای کې یو تن شکمن د حلیم په نوم هم افغان کومانډو ځواکونو له ځانه سره بیولي دي.