په میدان وردګو کې د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې له تېرې ورځې راهیسې په جلرېز ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د جلرېز ولسوال نقیب الله حیدري سلام وطندار ته وویل، چې جګړ د حزب اسلامي د قوماندان فیض الله او د طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان نعمت الله ترمنځ شوې ده، چې تر اوسه پورې د حزب اسلامي دوه کسان وژل شوي، درې ټپیان دي او د طالبانو یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

معلومه نه ده، چې دا جګړه د څه په سر رامنځته شوې ده.

حیدري زیاته کړه، نښته په جلرېز او مرکز میدان ښار کې د حزب اسلامي ډلې له لوري د وسله والو طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي پر سر رامنځته شوې ده، چې اوسمهال هم پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي.

د جکړې ښکېلو خواوو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام