په منځنۍ اسیا کې د اسلام له راتګ نه مخکې د ښځې څېره

د جنسیت په موضوع کې مو له ټولنپوهنې، انسانپوهنې او تصویري تاریخي اسنادو نه په ګټنې سره هڅه وکړه، چې د جنسیت په اړه ځېنې ناسم پوهاوي او عرفي موضوعات وړاندې کړو. ومې لوستل، چې څرنګه په منځنۍ اسیا کې د نرواکۍ نظام له راتګ سره هم‌مهاله، ښاري ټولنې، نظامي فرهګونه او شخصي ملکیتونه راپیدا شول او څرنګه په تاریخي بهیر کې د ښځو ونډه کمرنګې شوه، حتا تر دې چې په قوانینو او نهادونو کې د ښځو پر وړاندې ظلم رسمیت وموند. له دې ځایه وه، چې تر دې وروسته ښځه په یو تلپاتې دوزخ کې د «فرد/انسان» په منځ کې وه او یو «شی» ګڼل کېدله ـ داسې شی، چې کنټرول یې په ځوړند ډول د مخالف جنس په ولکه کې و. په پورته او حاکمو طبقو کې د ښځو او وینځو له پاره ډېر پټ ځایونه عرف وو، که څه هم د ساساني پادشاهۍ پر وخت د حرمونو (هغه ځای، چې په هغې کې څو نکاح شوې ښځې، وینځې او خواجه ګان اوسېږي) څو برابره زیات وو، چې په دې اړه به په روان جریان کې بحث وکړو.

نرواکي په حقیقت کې د مدیترانې د څلورو خواوو په ګډون په ختیځ روم او ښاري ټولنو کې ريښې وغځولې. ښځه د نفوسو د زیاتوالي د یوې دستګاه په توګه ډېره عامه وه.

نرواکي په حقیقت کې د مدیترانې د څلورو خواوو په ګډون په ختیځ روم او ښاري ټولنو کې ريښې وغځولې. ښځه د نفوسو د زیاتوالي د یوې دستګاه په توګه ډېره عامه وه. له میلاده ۲۰۰۰ کاله مخکې د اسلام د ظهور تر وخته پورې ډېرو ټولنو د نرواکۍ د نظام هرکلی وکړو. په بین‌النهرین کې له میلاده مخکې نر ښځې ته د ماشوم د نه زېږولو (ښځینه تکلیف) د ستونزې پر سر طلاق ورکولو.

د ښځې سر او مخ باندې د حجاب کشولو په اړه په جزییاتو سره د آشور په قانون (۱۲۰۰ مخ ز) کې بحث شوی دی. د حاکمو طبقو ښځو او نجونو هڅه کوله، چې ځانونه په حجاب کې وپوښي؛ په داسې حال کې چې د ټیټو طبقو ښځې او وینځې له دې کاره ممنوع وې. دلته د حاکمو طبقو له خوا د ټیټو طبقو ښځو ته د بندونو په ځانګړي ډول د حجاب د نه اغوستلو موضوع ته تمېږو. همدارنګه د دې په اړه پلټنه کوو، چې د کومو ښځو جنسي حقوق منحصر او خوندي دي او له بل پلوه کومې ښځې د جنسي دستګاه له پاره مساعدې دي. بله نمونه دا، چې د «اشخاصو» له قلمرو نه د ښځو راغورځول د «شیانو» قلمرو ته. له دې سره هم مهاله هغه ښځې چې باحجابه وې «محترمې» او هغوی چې بې حجابه وې «بې ارزښته» ګڼل کېدلې. دا ډول افکار او طرز دید د سختو نروکو او ظالمو نظامونو نه راپورته شوي دي او د منځنۍ اسیا فرهنګونو ته راغلي دي.

فاجعه دا ده، سره له دې، چې د نرواکۍ قواعد او قوانین څه په دې دوره کې< څه د عباسیانو په دوره کې له پورته نه راشروع کېدل

البته باید هېره نه شي، چې منځنۍ اسیا ۴ زره کاله مخکې هم ښځو ته د حقوقو د ورکړې شاهده وه؛ خو دې حقوقو او جزییاتو یې د حاکمې طبقې د نارینه وو ګټې په خطر کې نه وې اچولې. فاجعه دا ده، سره له دې، چې د نرواکۍ قواعد او قوانین څه په دې دوره کې< څه د عباسیانو په دوره کې له پورته نه راشروع کېدل؛ خو د وخت په تېرېدلو سره یې د ټولنې په ټیټو طبقو کې د اقتصاد له پلوه قوي ريښې زغلولې. د سومریانو، اکدیانو، بابلیانو او اشوریانو د ظهور په نظر کې نیولو سره باید پوه شو، چې د بین النهرین ټولنې د څو زرو کلونو په بهیر کې په نرواکې ټولنه بدل شوه او د پېړیو په اوږدو کې یې پر خلکو باند د ښځو پر وړاندې د ظلم او زور زیاتي قوانین ومنل.

د بین النهرین په ټولنو کې د حقوقي تګلارې له مخې د ښځو مسلې او د هغوی قوانین د عبراني قوانینو له شباهتونو سره یو ډول تکرار شول او لکه څنګه چې د ۹ نه تر ۱۳ مې پېړۍ پورې مسلمان قانون جوړوونکي هم په همدې منطق ولاړ وو؛ نو له دې مسایلو نه یې ځېنې د «شریعاتو» ادبیاتو ته هم لاره وکړه. د طلاق د بحث نوي کېدل، د وینځې ازادول او مورګانو ته د پلرونو له مړینې نه وروسته د اولادونو ورپاتې کېدل او ښځو ته د شهادت د حق ورکول یې، څو بېلګې وګڼو.

د عباسیانو او امویانو حاکمو طبقو هم د ساسانیاني درباریانو رسوم تقلیدول

د دویم کوروش په واسطه د بابل له فتحې وروسته، عراقیان په فرهنګي او نورو لحاظونو کې له ایرانیانو (له ایرانیانو مطلب هغه هېوادونه دي، چې د فارسي ژبې په حوزه کې اوسېږي) سره ګډ شول د نرواکۍ یا پلار سالارۍ قاعده د ایران په حاکمو طبقو، درباریانو، نظامیانو او روحانیانو کې مروجه شوه، دا پدیده تر ډېره په ساساني دوره کې رایج شوه. عراق چې د اسلام په لومړیو پېړیو کې د اسلامي علومو او فقې د تولید اصلي مرکز او دستګاه ګرځېدلی وه او دې اهمیت ایرانیان او په ځانګړي ډول ساسانیان باارزښته کړي هم وو؛ نو ځکه د عراق مسلمانان د اسلام په لومړیو پېړیو کې د ساسانیانو د مهمو فرهنګونو وارثان ګڼل کېږي. د عباسیانو او امویانو حاکمو طبقو هم د ساسانیاني درباریانو رسوم تقلیدول. ساسانیان د زردشت دین پیروان وو او په هغه کې د ښځې وظیفه او غایه د مېړه اطاعت او د نسل ډېروالی (زېږول) وو.

د نرواکۍ دا قاعده په پورته طبقو کې مروجه وه او عراق ته هم په هماغه مجرا ـ ساساني حاکمانو، ساساني نظامیانو او زردشتي موبدانو (زردشتي ملایانو) له خوا ترزیقېدله. د بین النهرین د تمدنونو د تاریخ متخصص ادولف اوپناهیم د ساسانیانو او هخامنشیانو له خوا د بین النهرین له فتحې نه وروسته د ښځو د حقوقو په برخه کې د منفي بدلون برخې ته د (کلیدي بدلولو) نوم ورکوي. په دې دوره کې له ښځو نه د شهادت ورکولو حق واخیستل شو او پر هغوی د کار او معاملو په برخه کې ډېر محدودیتونه وضع شول.

همدارنګه، دا ساسانیان وو، چې د حرم (هغه ځای، چې په هغې کې څو نکاح شوې ښځې، وینځې او خواجه ګان اوسېږی) مفهوم په خصوصي ډول د بین النهرین په پرتله پراخ کړ. د بېلګې په ډول، په هغو حرمونو کې چې له ۱۰ ـ ۲۰ نفره وو، له ۱۲۰۰۰ نفري حرم سره، چې د ساسانیانو  لومړي خسرو (۵۷۹کې مړ) له خوا نه په عراق کې مروج شو، پرتله کړئ.

تر مدیترانې، عراق او پارسه پورې، په ټوله کې منځنۍ اسیا د دویمې میلادي پېړۍ تر وروستیو پورې د «حرمونو» شاهده وه

البته نه شو کولی، چې په بشپړ ډول په دې ځای کې ساسانیان ملامت کړو، ځکه چې له ښځو سره د تاوتریخوالي قاعده یا بده پدیده له بېلابېلو لارو او پروسو نه د بین النهرینیانو، یونانیانو، رومیانو او مسیحیانو په فرهنګونو کې ادمه لرله. تر مدیترانې، عراق او پارسه پورې، په ټوله کې منځنۍ اسیا د دویمې میلادي پېړۍ تر وروستیو پورې د «حرمونو» شاهده وه او همدارنګه په کې د لوړو طبقو ښځې پټ مخې وې. دغه قاعده په عراق کې د اسلام تر راتګه پورې موجوده وه، په ځانګړي ډول په لوړو طبقو کې.

بل ځل به یې ووینو، چې د مېرمنو ضد رواجونه لکه د زیات مېرمنو او وینځو لرل، د مېرمنو له ټولنیز رکود پرته د هغوی پر وړاندې د حاکمو طبقو لیدلوری او همدا راز د حاکمې طبقې امویانو کلتوري لیدلوری او په ځانګړي ډول د عباسیانو تقلید او پیروي کېدل.

د مېرمنو د جنسیت په اړه د منځني ختیځ د بشري ټولنو واقیعي انګېرنې رابرسېره کوو، چې په دې ټولنو کې د دوی له پامه غورځول، حقوقو او د مېرمنو په ارزښت چې د تاریخ په اوږدو کې یې یو ډول بڼه نه لرله.

بدبختانه د هغه وخت په ټولنو او تاریخي بهیر کې نرواکي عامه او منل شوې قاعده وه، په ځانګړي ډول په لوړیو طبقاتي برخو کې. که پاملرنه وکړو ډېرې داسې نابرابرۍ شته چې ظاهراً د اسلام په نوم له مخکنیو پېړیو په دې طبقو کې راپاتې دي او دا یو داسې ښکارنده، چې په اړه یې تاریخي شواهد هم لرو.

د ادعاګانو او معلوماتو د لا زیاتې څېړنې له پاره لاندې لیکنه ولولئ:

 

 

Leila, Ahmad. Women and Gender in Islam: Historical Roots of a Modern Debate. London: Yale University Press, 1992.

Oppenheim, Adolf Leo, and Erica Reiner. Ancient Mesopotamia: Portrait of a Dead Civilization. Chicago: University of Chicago Press, 1977.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام