په مريخ کې د سمندر نښې موندل

په مریخ سياره کې زرګونه کاله پخوا د یو لوی سمندر د شتون شواهد پېدا شوي.

تحقيقات وايي، چې هغه مهال دغه سمندر د مریخ ۲۰ سلنه برخه نيولې وه.

د ناسا په نوم د امريکا متحده ایالاتو فضايي څېړونکې ادارې ساینس پوهان وايي، چې په مریخ کې ۱۵۰۰ زره کاله پخوا دغه سمندر موجود و.

ساینس پوهان وايي، یاد سمندر لکه د ځمکې د شمالې قطب سمندر په شان و، چې د هغه ژوروالی د روم بحر په اندازه يو ميل یا ۱۰۰۰ متره و.

د امريکا د ناسا ادارې ساینس پوهان زياتوي، چې دغه موضوعات يې په مريخ کې د بېلابېلو تلسکوپونو له انځورونو څخه موندلي دي.

د څېړونو پر بنسټ د مريخ پر ځمکه يې د اوبو او تېلو د يو محلولي نښه هم ليدل شوې ده.

امريکايي ساینس پوهان وايي، چې په اوبو لرونکي سيمه کې هر ډول هوا د شتون امکانات شته، خو دا يې لا تر اوسه نه ده موندلې، چې په دغه سياره کې اوبه اوس ولې ورک شوي دي؟

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام