دغه کتابتون د مرکز پل علم په زړه کې د هند هېواد له لوري د ۱۸۰ زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی.
د کتابتون په ودانۍ کې د لوستلوصالونونو، ۵ اداري خونې ۲ لوی دهلېزونه او نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د کتابتون د پرانېست غونډې پر مهال د افغانستان د اطلاعاتو او کلتو وزیر عبدالباري جهاني وویل، چې د دغه کتابتون له پرانېستې سره به په لوګر کې په ځوانانو کول کې د مطالعې دود ډېر شي.
جهانې وویل، چې اوس مهال د لوګر په کتابتون کې ۱۱ زره بېلابېلا دیني، سیاسي، اقتصادي او فرهنګې کتابونه ځای پرځای شوي دي او هڅه کوي، چې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې هم یوه – یوه کتابخانه جوړه کړي.
په ورته وخت کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي هم د لوګرعامه کتابتون جوړول یو نیک ګام وبللو او زیاته یې کړه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به په دغه کتابتون کې د ځوانانو لپاره د بېلابېلو زده کړو لړۍ پيل شي.
دا لومړی ځل دی، چې په لوګر کې د یو بهرني هېواد له خوا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همغږۍ یو ستر کتابتون پرانيستل کېږي.
په عامه ځایونو کې د کتابتونونو جوړول او د ولس پر مخ یې د کومې سختې پابندې نه موجودیت؛ د ولس د مدني حقونو یوه برخه ده، چې له نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې دغه حق د نویو حکومتونو له خوا د ورکړل شوی دی.
د عامه کتابتونونو په پرانیستلو سره د بې وزلو او غریبو لوستوالو لپاره د مطالعې ښه زمینه برابرېږي او د معمولې پيسو په اخیستلو سره د کتاب ضمانت او مطالعې ارزښت ډېرېږي.