د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت ویاند اکبر رستمي نن په کابل کې خبري غوندې ته وویل چې دغه وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د سبو او میوو ساتنې لهپاره په ۱۰ ولایتونو کې ۱۲ سړخونې جوړوي.
د ښاغلي رستمي په وینا، دا سړې خونې، په غزني، پروان، لوګر، کاپیسا، پکتیا او پنځو نورو ولایتونو کې جوړېږي.
ده زیاته کړه چې افغان حکومت پهخپل بودیجه کې دغه وزارت ته څه باندې ۳۶ میلیونه ډالر ورکړي چې ۱۲ نوې ولایتي سړخونې جوړوي او هره یوه به یې ۵۰۰ متریک ټنه ظرفیت ولري.
د ښاغلي رستمي په خبره، کرنې وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې په ۶ ولاتونو کې ۸ سوداګرېزې سړخونې هم جوړې کړي.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، دوی په ۱۳۹۷ مالي کال کې څه باندې ۹ میلیارده او ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه لري او د میوو او سبو ساتنې لهپاره د سړخونو جوړول د دې وزارت له لومړیتوبونو دي.