په قطر کې د امریکا و طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه روانې خبرې د دوو ورځو لهپاره وځنډېدې او له شنبې به بیا پیل شي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې استازي له شهشنبې تر پرون غرمې پورې له امریکايي استازي سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د تلو پر څرنګوالي او وروسته له غرمې له افغانخاورې د نورو پر ضد د نه کارېدنې په اړه خبرېاترې کړېدي.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد پهدې خبرپاڼې کې ویلي چې غونډه پرون ماښام پای ته رسېدلې او مذاکرهکوونکې ډله نن او سبا پهخپلو کې مشوره کوي او د درېیمې غونډې لهپاره ـ چې ټاکل شوې شنبې جوړه شي ـ چمتووالی ونیسي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو دوو ورځو کې د دې ډلې سیاسي مرستیال ملاعبدلغني برادر د قطر لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان الثاني، د قطر د ملي امنیت له مشاور محمد المسند، د افغان سولې لهپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټمېلر سره لیدلي دي.
پهدې لیدنو کې د سولې په اړه د روانو خبرواترو او له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو بحث شویدی.
خبرپاڼه زیاتوي چې ملابرادر د بهرنیو ځواکونو د وتلو او په افغانستان کې د راتلونکیو تحولاتو په اړه ویلي، دا ډله د سولې د روانو خبرواترو او په افغانستان کې د ارام او اسلامي نظام راوړلو ته ژمن دي.
د سولې په اړه پنځمه غونډه د دوشنبې په ورځ د دوحې په قطر کې پیل شوه او د دې خبرو په لومړۍ ورځ زلمي خلیلزاد د طالبانو د سیاسي مرستیال ملابرادر سره په قطر کې ولیدل.
ورته مطالب: