په فراه کې د نجونو یو ښوونځی وسوځېد

د فراه د پوهنې رییس محمدعظیمي سلام وطندار ته وویل چې تېره شپه نامعلومو وسله‌والو په فراه ښاره کې د شهیدبنفشې په نوم د نجونو لېسه سوځولې ده.

د ده په وینا، د دې ښوونځي ډېرې برخې سوځېدلې دي.

د فراه د پوهنې رییس زیاتوي، تر اوسه معلومه نه‌ده چې دا ښوونځی چا سوځولی؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د ښاغلي عظمي په وینا، په‌دې ښوونځي کې شاوخو ۱۰۰۰ نجونو درس ویلو او په فراه ښار کې تر ټولو ښه لېسه ګڼل کېدله.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي له ځايي مسوولانو غواړي چې د دې پېښې عاملان ونیسي او د دې ښوونځي په بیارغونه کې هلې ـ ځلې ګړندۍ کړي چې زده‌کوونکي له زده‌کړو محروم نه‌شي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې یا چا د دې پېښې د مسوولیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام