په فرانسه کې ترهګریز برید ۸۴ تنه ووژل او لسګونه کسان یې ټپیان کړل

 

د پنج شنبې په ماښام یو وسله وال بریدګر د فرانسې سویل د نیس ښار په ساحلي پلي تګ ځایونو په خلکو لارې موټر بیولی، چې په پایله کې یې ۸۴ تنه ووژل شول او لسګونه تنه ټپیان شول.

دغه برید د فرانسې د ملي جشن د نمانځنې په وخت کې شوی دی.

د فرانسوي رسنیو د راپور له مخې تر اوسه د بریدګر هویت نه دی پېژندل شوی، خو د فرانسې پولیسو ویلي، چې په لارۍ موټر کې موندل شوي اسناد ښيي، چې برید کوونکی ۳۱کلن دی او تونسي الاصله فرانسوی دی.

بریدګر له یوې خوا د خلګو په ګڼه ګوڼې موټر بیولو له بلې خوايي، په پولیسو او عامو خلکو ډزې هم کولې، چې د پولیسو په ځوابیه ډزو کې وژل شوی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په خپلو خبرو کې ویلي، چې هېڅ ډول ترهګریز برید به د دوی اراده کمزورې نه کړي کوم، چې دوی یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې لري.

دی وايي، د فرانسې هوايي ځواک به په عراق او سوریې کې په ترهګرو بریدونه وکړي.

د فرانسې ولسمشر د دغه ترهګریز برید په تړاو په دې هېواد کې بېړنی حالت درې میاشتنې نور هم تمدید کړ.

په فرانسه کې د تېر کال د نومبر په میاشت کې له ترهګریز برید وروسته بېړن حالت اعلان شو.

تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام