په فاریاب کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، دا نجلۍ چې د فاریاب په پوهنتون کې د ادبیاتو او بشري علومو زده کړیاله وه؛ د درملو په خوړلو ځان وژلی دی.

تر اوسه د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل نه دی معلوم؛ خو په فاریاب کې یو امنیتي مسوول د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې دغه نجلۍ یو ځوان سره مینه کوله او هغه سره يي په واده کې د کورنۍ اختلاف له امله په ځان وژنې لاس پورې کړی دی. د ده پر وینا، نجلۍ څه موده د خپلې کورنۍ له خوا بندۍ شوې وه، چې بلاخره خبره د دې په مرګ تمامه شوه.

د فاریاب امنیه قوماندانۍ ویاند یورش وايي، چې د دې نجلۍ د ځان وژنې لامل په اړه څېړنې روانې دي؛ خو تر اوسه يې په دې اړه څوک نه دي نیولي.

د نجلۍ کورنۍ هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام