د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري سلام وطندار ته وویل، چې د طالبانو له لوري په دغې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو پر پوستو تهاجمي بریدونه پېل شوي دي.
قیصاري زیاتوي، چې د تنګي، بوره غن، اقمس، قرايي او زعفران کلي وروسته له هغه، چې د پولیسو له لوري ونیول شول اوس بېرته د سیمه ییزو پولیسو له خوا د ملا هبت الله وسله والو پلویانو ته پرېښودل شوي.
نوموړی وايي، چې دا کلي په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي فتح الله قیصاري د سیمه ییزو پولیسو پورې اړه درلوده.
امنیه قوماندان وايي، چې سیمه ییز پولیس دوه عرادي هاموي ټانکونه او ۵ عرادې رنجر موټرې د طالبانو په واک کې ورکړي دي.
له بل لوري بیا په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی فتح الله قیصاري د نظام الدین قیصاري خبرې یواځې یوه ادعا بولي او د نوموړي د تورونو ردولو ترڅنګ يې سلام وطندار ته وویل، چې نظام الدین قیصاري د څو ورځو راهیسې په غېر رسمي ډول د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده اجرا کوي.
نوموړی وايي، چې نظام الدین قیصاري دا ډول څرګندونې له شخصي خصومته سرچينه اخلي.
د ولسي جرګې دغه غړی وايي، دی د سیمه ییزو پولیسو په نوم هیڅ وسله وال نه لري او په وینا يې که دوی وسلې هم ولري، نو دولت ته به یې تسلیموي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د قیصار ولسوالۍ ۳۶۰ کلي لري، چې د مرکز نه بغیر نورې ټولې سیمې یې د دولت د نه پاملرنې له وجې د طالبانو په کنټرول کې دي.
د راپورونو له مخې همدا اوس د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک او زعفران کلیو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
پر قیصار ولسوالۍ د طالبانو تهاجمي بریدونه له تېرې يوې اوونې راهیسې پېل شوي، چې له امله يې د جګړې له پاره تراوسه له بادغیس او غور ولایتونو سلګونه عامو وګړو په قیصار ولسوالۍ کې د جګړې له پاره حشر کړی او د طالبانو زیاتره بریدونه يې هم په شا تمبولي دي.