په فاریاب کې د یوې ۳۵کلنې ښځې پلورونکي ونیول شول.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل چې دا ۳ تنه د دې ښځې د پلورلو پرمهال نیول شويدي.
د ښاغلي یورش په وینا، دا ښځه د جوزجان اوسېدونکې ده.
د فاریاب امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، له نیول شویو کسانو سره وسلې او جنګي تجهیزات هم نیول شويدي.