په غور کې طالبان له هرې کورنۍ په زوره ۱۵۰۰ افغانۍ اخلي

د افغانستان له غور ولایت څخه را رسيدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په ځينو لرې پرتو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا له هرې کورنۍ ۱۵۰۰ افغانۍ ټولوي.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام‌وطندار ته د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ وايي، چې دغه امر په یاد ولایت کې د طالبانو له‌خوا د نومول شوي والي ملااحمدشاه له خوا ورکړل شوی دی.

هغه وايي، چې ملااحمد شاه خپلو پلویانو ته امر کړی، چې په دولینه ولسوالۍ کې دې له هرې کورنۍ دغه مقدار پېسې ټولې کړي.

نوموړي زیاته، که چېرې وسله‌والو طالبانو ته څوک له پیسو ورکړې انکار وکړي، نو دوی ورسره جدي چلن کوي.

له بل لوري بیا د دولینې ولسوالۍ ځای ناستی امنیه قوماندان بسم‌الله صدیقي وايي، چې د مولوي احمدشاه په نوم د وسله‌والو طالبانو د والي مرستیال ورغلی، خو زیاتوي چې تر اوسه يې د پېسو ټولو په اړه راپور نه‌دی ترلاسه کړی.

پټه دې پاتې نه‌وي، چې وسله‌وال طالبان په‌دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

صدیقي وايي، چې هلته د سیمه‌ییزو پولیسو ۷ تنه له‌دې امله خپلې دندې پرېښي دي، چې وسله‌وال طالبان يې د کورنۍ غړي بندیان کول.

دوی يې کورنیو ته خبرداری ورکړی و، چې که يې خپل تجهیزات او څو پوستې طالبانو ته پرې نه‌ږدي، نو د کورنۍ ۱۳ غړي به يې ووژني.

د غور سیمه‌ییزه اداره وايي، چې د دغو کسانو د سرنوشت په اړه تر اوسه دوی معلومات نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام