شاوخوا ۶ زرو هلمندیانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ شوي دي

د سره صليب سیمه ییز مسؤلين وايي، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې هلمند کې د جګړې شاوخوا ۶ زره قربانيانو ته د بدن مصنوعي غړي جوړ کړي دي او له ډېر نورو سره یې مرسته کړې ده.

دوی وايي، چې له یو کال راهیسې یې ۳۶۰۰ کسانو سره د بدن د مصنوعي غړو په جوړولو کې مرسته کړې ده او زیاتوي، چې له ۴ کلونو راهیسې یې د جګړې له قربانیانو سره دغې مرستې ته دوام ورکړی دی.

هلمند کې د سره صليب د څانګې مشر احمد هلک د (جولای په ۴مه) د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، چې سږکال په دې ولایت کې جګړه زیاته شوې ده او ډېر ولسي وګړي د جګړې قربانیان شوي دي.

په دغه غونډه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو ګډون کړی و.

د دې ولایت د سره صلیب د مشر په وینا سږ کال یې په هملند ولایت کې د جګړې ۳۶۰۰ قربانیانو ته مصنوعي غړي جوړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې ولایت کې به ډېر ژر د اورتوپیدي مرکز پرانیستل شي.

ده همداراز وویل، چې په یاد مرکز کې به له موږ سره معلولین کار کوي له یوې خوا به د دوی د کاري بوختیا او له بل لوري به د معلولو کسانو له زړه نه ښه خبر وي.

دغې ځايي ادارې له خلکو سره د بدن مصنوعي غړو له مرستې سربېره د کرنې، مالدارې او خوراکي توکو مرسته هم کړې ده.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار د سره صلیب فعالیتونه اغیزمن وبلل او زیاته یې کړه، چې ولایتي ادارې سره صلیب ته ځمکه ورکړې ده تر څو یو اورتوپیدي مرکز جوړ کړي.

په ورته وخت کې د هلمند ولایت د مدني ټولني مشر سردار محمد همدرد او دولایتي شورامنشي حیات الله مایار هم د یادې ادارې کارونه وستایل او زیاته کړه، چې د جګړې د قربانیاتو د شمېر زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.

دوی ټینګار درلود، چې هرو مرو دې د جکړې مخه ونیول شي، چې د قربانیانو په شمېر کې کموالی راشي.

په هلمند ولایت کې د سره صلیب له خوا دغه ناسته په داسې حال کې تر سره کیږي، چې تېر کال په وروستیو میاشتو او د روان کال په لومړیو کې هلمند د سخت جنګ شاهد و.

دغه جنګ په زرګونه تنه د خپل بدن له غړو بې برخې کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام