په غور کې د عشر او زکات ټولول او د ۴۵ کلیو ناامنه کېدل

د غور ولایت د لعل او سرجنګ ولسوالۍ سمه‌ییز چارواکي وايي، چې داعش او طالبان هڅه کوي، یادې سیمې ناامنه کړي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکيو سلام وطندار ته وویل، چې داعش او طالبان له دوی عشر او زکات اخلي او د دولت پر ضد ترې نه په عملیاتو کې مرسته هم غواړي. 

د دوی پر اند، که امنیتي چارواکي د دغو وسله‌والو مخه ونه‌نیسي؛ د یادې ولسوالۍ ډېرې سیمې به ناامنه شي.

د لعل او سر جنګل ولسوالۍ اوسېدونکی عارف وفایي او امید توانا وايي، په وروستیو کې داعش او طالب پورې ترهګرې ډلې لیدل شوې‌دي او ویل کېږي، چې اقتصادي سرچینې یې د خلکو نه د عشر او زکات ټولول دي.

 دوی د دې ترهګریزو ډلو په اړه اندېښنه ښيي، چې د عشر او زکا ټولو او د ناامنیو زیاتېدل د دوی د کار خنډېږي. دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د سیمې د اوسېدونکیو امنیت ټينګ کړي.

د لعل او سرجنګل مرستیال امنیه قوماندان ناظر حسین دا موضوع تاییدوي، وايي چې اوس مهال نږدې ۴۵ کلي چې له سر پل او دایکنډي سره ګډه پوله لري؛ د داعش او طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.

هغه زیاتوي چې دومره پوځي تجهیزات نه لري چې ددغو ډلو پروړاندې جګړه وکړي. د ده پر وینا، دوی پلان لري، چې ناامنو سیمو کې امن راولو.

خو د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي لعل او سرجنګل د دغه ولایت تر ټولو امن  ولسوالي بولي، زیاتوي، چې له‌دې ولسوالۍ تراوسه د ترهګریزو فعالیتونو په اړه هېڅ راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د امنیتي مسوولانو پر وینا، ترهګرو تېر کال هم د دې ولسوالۍ پر شمالي سیمو بریدونه کړي وو، چې وسله‌والو مخالفانو له هغوی د ځایي خلکو نه د ملاتړ په غبرګون کې یو کلی سوځولی او د خلکو کورونه یې لوټولي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام