په غور او بادغیس ولایتونو کې د سلګونو طالبانو بریدونه

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په غور او بادغیس ولایتونو کې پراخه برېدونه پېل کړي او ولسوالۍ او امنیتي پوستې یې تر برېدونه لاندې نېولي دي.

ځايي امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو شمېر سلګونه تنو ته رسيږي خو په ځېنو سیمو افغان امنیتي ځواکونو مقاومت او په ځېنو سیمو کې د شاتګ لاره غوره کړې ده

د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي سلام وطندار ته وویل، چې د تېره یکشنبه ( اپریل ۱۰مه) دغرمې ۱۱ بجو پر مهال له ۴۰۰ زیاتو طالب وسله والو د چهارسده پر ولسوالۍ او د یادې ولسوالۍ د ملي پولیسو پر پوستو بریدونه پېل کړل.

د والي ویاند وايي چې د کندوز، بادغیس، فاریاب ولایتونو طالبانو د غور ولایت له طالبانو سره په شریکه دغه برید کړی دی.

خطیبي وايي چې تر دې مهاله په دې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده.

د والي ویاند د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه ونه ویلې او زیاته یې کړه چې د راپورنو پر بنسټ طالبانو ته په برید کې درانه تلفات اوښتي دي.

خطیبي داهم وویل چې نن سهار د جګړې ډګر ته د کمنډو مرستندویه ځواکونه لیږل شوي دي.

د بادغیس د جوند ولسوالۍ سقوط

د بادغیس ولایتي شورا رییس بهاالدین قادسي په تیلفوني تماس کې سلام وطندار ته وویل، چې شاوخوا له ۷۰۰ تر ۸۰۰ طالب جنګیالیو د باغیس په جوند ولسوالۍ برید وکړ او له ۸ ساعتونو جګړې وروسته ولسوالي د طالبانو لاسته ورغله.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې شاوخوا ۱۲۰۰ طالب بریدګرو په دې ولسوالۍ برید کړی و.

قادسي وايي ټول سیمه ییز چارواکي د ده نو په نوم سیمې ته پناه وړې او طالبانو په محاصره کې بند پاتې دي.

د باغیس ولایتي شورا رییس خبرداری ورکوي که چېرې حکومت جدي پاملرنه ونه کړي ښايي چې ټول سیمه ییزچارواکي به ووژل شي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، چې ځانګړي ځواکونه د جوند ولسوالۍ د بیا نیولو له پاره سیمې ته لیږل شوي دي.

په دې ورستیو کې د طالبانو له خوا د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې بریدونه زیات کړي دي او امنیتي ځواکونه د هېواد په څو جبهو کې له جګړه مارو سره په نښته بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام