د ښځو چارو فعالان غزني ته د ښځو د زندان لقب ورکړی؛ ځکه په دغه ولایت کې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله کورني تاوتریخوالی زیات دی او زیات شمېر هغه ښځې، چې په خپلو کورونو کې له زور زیاتیو سره مخ کيږي په کوڅو او لارو کې بې سرپسته ژوند غوره کوي.
د راپورونو له مخې د دغو متضررو نجونو او ښځو له پاره په غزني ولایت کې تر اوسه یوه د امن خونه هم نشته.
د غزني د ولايتي شورا غړې فاطمه رحيمي سلام وطندار ته وویل، چې دولت، د ښځو د حقوقو مدافعین، په هېواد کې د بشري حقونو بنسټونه په یاد ولایت کې د ښځو حقوقونو په برخه کې هیڅ اقدام نه دی کړی.
د نوموړې په وینا، که چېرې په دغه ولایت کې د امن یوه خونه هم جوړه شي، نو کولای شي چې په دغه ولایت کې د زیاتو ښځو ژوند وژغوري.
د ولايتي شورا د دغې غړې پر وینا، کله چې د کورني تاوتریخوالو او زور زیاتیو له امله ښځې د خپلو کورونو څخه تښتي، نو دولت ته پناه وړي او دولتي بنسټونه د امن خونو د نه درلودلو له امله دوی نه شي ساتلای، چې په نتیجه کې تښتېدلې نجونې يا ښځې مجبوريږي بېرته هغو ځایونو ته لاړې شي، چې وړاندې يې ژوند هلته ارام نه و.
د غزني ولایت د ښځو چارو مدیره فوزیه کاکړ وايي، هغه ښځې چې د خپلو ستونزو د حل په موخه د لرې پرتو سیمو څخه راځي او یا له زندانونو څخه ازادیږي، نو مجبوریږي، چې په هوټلونو کې خپلې شپې او ورځې سبا کړي.
هغه وايي، چې د ښځو چارو ریاست اوسمهال بې سرپرسته ښځې د عدلي او قضايي ارګانونو په مرسته د غزني پولیسو نظارت خونو او زندانونو ته ليږي.
له بل لوري د غزني ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې بې سرپرسته ښځو له پاره د مناسبو ځایونو نشتوالی پولیس مجبوروي، چې دوی په زندانونو او نظارت خونو کې وساتي او دا چاره د دوی له پاره په یوه لویه ستونزه بدله شوې.
په ځينو کورونو کې تاوتریخوالی، اجباري ودونه، د بد ورکولو فرهنګ او د جنګونو او ناامنیو له امله مجبوريږي، چې خپل کورونه پريږدي او د دولت غيږې ته پناه یوسي.