د غزني ولایت د کرنې او مالدارۍ ریيس سلطان حسین عباسیار وایي، چې په دغه ولایت کې د څو سړوخونو جوړول د دې لامل شوي، چې کرنیز محصولات د زیات وخت له پاره تازه پاتې شي او د اړتیا پر وخت بازار ته عرضه شي.
د عباسیار په وینا، د کروندګرو اړتیاوو ته په نظر کې نیولو سره یې له ۱۳۸۴ لمریز کال راهیسې په ولسوالیو او کلیو کې د سړوخونو پر جوړولو پیل کړی دی.
دغه سړې خونې د پي ار ټي او نورو موسسو پر مالي مرسته جوړې شوي، چې کچالو، پياز او څو ډول مېوې په کې د ډېر وخت له پاره تازه ساتل کېږي.
دغه سړخونې په یوه وخت کې د ۶ټنو محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري او کولی شي، چې کرنیز محصولات د ۵ میاشتو لپاره تازه وساتي.
د غزني ولایت زیاتره محصولات کچالو او پياز دي، د کرنې او مالدارۍ رییس په وینا، که محصولات د ارزانۍ پر وخت په سړخونو کې وساتل شي او د وچ کالۍ پر وخت بازار ته عرضه شي؛ په مناسب قیمت خرڅېږي او د ټولنې اړتیاوې پوره کوي.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ یو کروندګر سلام وطندار ته وویل، چې د سړخونو په جوړولو سره د محصولاتو د ساتلو او خوندي کولو په برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شوې دي. خو محمد نسیم له دې حالته ناخوښ دی، چې کرنیز محصولات یې په بازار کې په کمه بیه پلورل کېږي، هغه وايي، چې دولت باید د عرضې او تقاضا تر څنګ د محصولاتو د پېر او پلور پر وخت د نظارت پروسه جاري وساتي.
د غزني د کرنې ریاست له دې وړاندې ویلي وو، چې د برېښنا د لوړې قیمت له امله په دې نه وو توانېدلي، چې مجهزې او معیاري سړې خونې جوړې کړي.