د غزني ولایت د ښوونځیو یو شمېر فارغان وايي، چې د ښوونځیو مسولین د کانکور ازموینې د ګډون فورم له ټاکل شوې بیې په زیاتو پیسو پلوري.
د دغو زده کوونکو په خبره، د کانکور په ازموینه کې د ګډون هر فورم بیه ۴۰۰ افغانۍ ده، خو د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ځېنې مسولین د ازموینې د ګډون په هر فورم له ۴۳۰ تر ۶۰۰ افغانیو اخلي.
دغه فارغان وايي، چې له دوی نه د موټر د کرایې په بهانه پيسې اخلي.
د غزني ولایتي شورا د پوهنې کمېټې مسول حسن رضا یوسفي د کانکور ازموینې د ګډون فرمو په ویش کې د فساد موجودیت مني او وايي، چې دغه ستونزه یې د پوهنې له ریاست سره شریکه کړې ده او تر اوسه پورې د دغه کار مخنیوی نه دی شوی.
یوسفي زیاتوي، چې په روان کال کې د وزګارۍ او فقر سره ـ سره د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې د ګډون یو فورم بیه له ۲۰۰ افغانیو څخه ۴۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده.
په ورته وخت کې د غزني ولایت د پوهنې رییس محمد عابد عابد وايي، چې په دې اړه ولایتي شور دوی ته هیڅ ډول اطلاعات نه دي وکړي او وايي، چې د دغه ریاست دوه مامورین په دې تورن شوی دي، چې ګواکې د کانکور له ګډون والو څخه د ټاکل شویو پیسې نه زیاتې پيسې اخلي.
د دوی په خبره، که په دغو مامورینو دغه اعا ثابته شي څارنوالۍ ته به یې ور وپېژني.
عابد وویل، د کانکور په ازموینه کې د ګډون کولو یو فورم بیه ۴۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده او په دې برخه کې هیڅ ډول استثنا موجوده نه ده.
ټاکل شوې ده، چې سږکال به له غزني ولایت نه شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.