په شمال کې د طالبان په لیکو کې د مدرسو چڼي ګومارل کېږي

طالبانو د تخار ولایت پر بېلابېلو سیمو باندې له برید نه وړاندې، د جګړې له پاره په خپلو لیکو کې د دغه ولایت ماشومان ګومارلي وو.

د تخار سیمه ییز مسولان وايي، چې دغې ډلې وړاندې له دې، چې د دې ولایت پر خواجه غار، اشکمش او درقد ولسوالیو کې نظامي فعالیتونه پیل کړي؛ له مدرسو نه یې د ۱۸ کلونو نه د کم عمر لرونکي ماشومان راټول کړ او په خپلو لیکو کې یې ځای پر ځای کړل.

د طالبانو له خوا د جنګیالیو په توګه د ماشومان نیول په داسې حال کې رابرسېره کېږي، چې دې ډلې د کندوز له نیولو نه وروسته د تخار د ینګي کلا، خواجه غار او اشکمش ولسوالیو بریدونه پيل کړل او یو ځل یې د خواجه غار ولسوالۍ د مرکز د نیولو له پاره شاوخوا ۱۲ ساعته جګړه وکړه.

طالبانو په دې ولایت کې زیات شمېر دولتي ځایونو ته اور ورته کړ او د امنیتي ځواکونو له نښتې وروسته، له ښاره ووتل.

د خواجه غار ولسوال ملامحمد عمر په تخار کې د طالبانو په ګټه د جنګېدونکو ماشومانو په اړه سلام وطندار ته وویل، چې دغه «چڼي»/ د دیني مدرسو زده کوونکي تخار ته د طالبانو له رسېدلو سره سملاسي پر وسلو سمبال شول او د جنګ میدان ته راووتل.

عمر چې یو جهادي کس دی او له ډېرو کلونو راهیسې یې د طالبانو پر ضد مبارزه کړې ده؛ وايي، چې چڼي جنت ته د تګ له پاره د طالبانو هر ډول اطاعت ته چمتو دي.

هغه وايي، طالبان ورته په غوږونو کې ترانې چالانوي او په همدې سره یې په هیچان راولي او د لویانو په شان یې د خپلو موخو له پاره جنګ ته چمتو کوي.

د تخار ولایت امنیه قومندان نورمحمد حکیمي هم د دې مطلب پر تایید وايي، چې طالبان دا ماشومان په تخار او کندوز ولایتونو کې انتخابوي. د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور هم د طالبانو په لیکو کې د ماشومانو حضور مني، خو وايي، چې د تخار ولایت حکومتي سیمه ییزو مسولینو د تخار ولایت په مدرسو کې د طالبانو د نفوذ په اړه اطلاعات نه لرل.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم د طالبانو له خوا د جنګیالیو په توګه د ماشومانو ګومارل مني او د دې بهیر د ګړنديتوب په اړه خبر ورکوي او وايي، چې دغې ډلې له کونړ، ننګرهار او کندوز ولایتونو نه له ۱۸ کلونو نه د کم عمر ماشومان د جنګیالیو په توګه نیسي او هغوی د دینې زده کړې له پاره پاکستان ته وړي او هلته ترهګریزې زده کړې ورکوي.

صدیقي وايي، په تازه وختونو کې یې ۴۱ تنه ماشومان د څلور کسیزې ډلې نه، چې پاکستان ته یې روان کړي وو، خلاص کړل.

ومو غوښتل چې په دې اړه د تخار د علماو شورا د غړو نظر هم راواخلو، خو هغوی سلام وطندار سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو د کنوانسیون پر بنسټ، هر هغه چا ته، چې عمر یې له ۱۸ کلونو نه کم وي؛ ماشوم ویل کېږي او له دې کسانو نه سوی استفاده کول، غیر قانوني ده. خو د راپورونو پر اساس په افغانستان کې په ځانګړي ډول په لېرو پرتو ولایتونو کې طالبان له ماشومانو نه د وژنو او ترهګریزو کړنو  له پار کار اخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام