د مشرانو جرګې سناتوران وايي، چې د هېواد په ۲۴ ولایتونوکې نا امنۍ او له افغان ځواکونو سره د وسله والو طالبانو جګړې ترڅنګ په شمال کې د ځينو سیاسي حزبونو ترمنځ نښتې د خلکو ته اندیښنې پیداکړې دي.
سناتوره ګلالۍ اکبري د سیاسي حزبونو خپل منځي جګړې د طالبانو له جګړو خطرناکې بولي او زیاتوي چې دغه نښتې د نورو ولایتو په امنیت هم منفي اغیز کوي.
نوموړې زیاته کړه، چې ښايي د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي او حزب اسلامي ترمنځ نښتو لمن نورو ولایتونو ته وغځيږي، ځکه پر وینا يې یو شمیر کسان دلته شته چې د دې لانجې له پاره کارکوي.
دغه راز، د مشرانو جرګې غړی ګل احمد رسولي وايي په هېواد کې قومي، سمتي، ژبنۍ او ګوندي شخړې هېواد له ګډوډیو سره مخ کوي.
رسولي زیاتوي، چې په شمالي ولایتونوکې د غه ګوندي شخړې ددې لامل ګرځي چې ځينې ګوندونه له وسله والو مخالفینو سره مرسته وکړي.
هڅه مو وکړه، چې په شمال کې د جمعیت اوجنبش ګوندونو د نښتو مخنیوي په اړه د حکومت نظر له ځان سره ولرو، خو له بیا بیا اړیکو سره ونه توانیدو.
خو د جنبش ګوند د ځوانانو د ټولنې مشر کنشکا ترکستاني سلام وطندار سره په خبرو کې د جمعیت او جنبش ګوندونو ترمنځ مخالفتونه ردوي او وايي، چې په شمال کې دغه دواړه ګوندونو د وسله والو مخالفینو پرضد مبارزه کوي.