ولسي جرګې نن (چهارشنبه) ورځ د ښځو چارو وزیره دلبر نظري په دې وزارت کې د اخلاقي فساد، کم کاریو، وظیفوي غفلت، قومي او سمتي اړیکو پر بنسټ د ګورمارنې په تور استیضاح کړه.
ځېنې وکیلانو ادعاد کوله، چې د ښځو چارو د وزیرې زوی په دې وزارت کې د سلاکار په توګه کار کوي او په وزارت کې یې په ځېنو مېرمنو جنسي تیري کړي دي.
دوی ویلې، چې د ښځو چارو وزیرې یو شمېر وړ او په کار پوی رییسان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې خوښې کسان ګومارلي دي.
د ولسي جرګې غړې کبرا مصطفوي وویل، چې د وزیرې زوی د وزارت په ځېنو ښځینه مامورینو جنسي تېري کړي او باید له دندې لرې شي.
مصطفوي وویل، چې حکومت باید دغه سلاکار له دندې لرې کړي او وايي، چې که د هر موقف مامور وي د ناموس په مسله کې د زغملو نه دی.
د ولسي جرګې بلې غړې روبابه پرواني هم وايي، چې په دې وزارت کې په ځېنو مېرمنو جنسي تېري شوي.
د ولسي جرګې غونډې ته د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري په خپلو خبرو کې د کیلانو تورونه چورلټ ردکړل او دغه تورنه یې بې بنسټه وبلل.
مېرمن نظري وویل، چې د هغه سلاکار اسناد دې ورته وړاندې کړي، چې جنسي تیري یې کړي دي.
نظري وايي، په اسنادو سره دې متضرره مېرمن او سلاکار په ګوته کړي، چې په هماغه وخت یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د وزیرې ځوابونو د وکیلانو قناعت تر لاسه نه کړ او د صلاحیت د صلبولو له پاره یې د رایې صندوق ورته کېښود، چې په نتیجه کې ۶۸ رد، ۵۱ تایید، ۶ باطلې او سپنینې رایه واخیستله او په خپله څوکۍ پاتې شوه.
د ولسي جرګې د داخلي اوصولو او دندو له مخې باید یو ویز دوه پر درېیمه برخه وکیلان د نه باور رایه ورکړي؛ بیا صلب صلاحیت کېږي.