د پاکستان څخه سلام وطندار ته لاس ته راغلي راپورونه وايي، چې د زاخېل کمپ مهاجرینو د پاکستاني پوليسو سره شخړه کړې او نه غواړي، چې له دغه کمپ څخه ووځي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو نماینده مصري خان مومند سلام وطندار ته د ټېلفون پر کرښه وویل، چې دغه شخړه نن چهارشنبه (۲۰۱۵ زېږدیز/مې۱۳) ماسپښين مهال د پاکستان ځايي پوليسو او افغان مهاجرو ترمنځ شوې.
نوموړي زياته کړه، شخړه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې کله پولیسو غوښتل د افغان مهاجرو په کمپ کې جوړ شوي دوکانونه او نور تجارتي ځايونه وران کړي.
د راپورونو پر بنسټ، لومړی په دغه کمپ کې پاکستاني ځايي اوسېدونکو په غېر قانوني ډول دوکانونه او کورونه جوړ کړي و او کله چې دغه غېر قانوني ځايونه د پولیسو له لوري په بلډوزرونو او جرسقيلونو وران شول، نو پاکستاني اتباع د اعتراض په ډول په دغه کمپ کې د افغان مهاجرو د ځايونو د ورانولو هم غوښتونکي شول.
په همدې وجه کله، چې پاکستاني ځواکونه غوښتل د افغان مهاجرو کورونه وران کړي، نو د دوی لاسونه د پولیسو ګريوانونو ته رسېدلي.
مومند وايي، چې اوسمهال په اسلام اباد کې د مهاجرينو د استازو، افغان مهاجرو او پولیسو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او منازعه به د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په پاکستان کې د زاخېل کمپ د دغه هېواد اسلام پر سړک په " جي ټي روډ " کې پروت لوی کمپ دی، چې اوسمهال په زرګونه افغان مهاجر پکې اوسيږي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت استازو په وينا پر دغه کمپ د ۲۰۱۰ م زېږدیز کال راهیسې جنجال دی.
ځکه د مصري خان مومند په وينا، کله چې هغه مهال پر دغه کمپ سیلاب راغی، نو د مهاجرينو کورونه يې هم له ځانه سره يوړ او هرڅه یې ويجاړ کړ.
همغه مهال هم پاکستاني پوليسو پر دغه کمپ ولکه ولګوه او د دویم ځل له پاره يې مهاجر نه پرېښودل، چې وروسته له زياتو جنجالونو او خبرو اترو بیا په دې سره سلا وشوه، چې دغه افغان مهاجر باید په زاخېل کمپ کې دوباره و اوسیږي.
اخوا د ملګرو ملتونو د پناه اخیستنې چارو کمېشنر "ګوترس" د يوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې پاکستان او افغانستان هوکړه کړې، چې اوسمهال د لازمو امکاناتو د نه شتون له وجې باید افغان مهاجرو و نه ځوروي.
نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال دومره امکانات په واک کې نشته، چې د ګډوالو ضرورتونه پرې رفع شي.
د ملګرو ملتونو د پناه اخیستنې چارو کمېشنر وویل، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ټولې برنامې به یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لوري ملاتړ وشي.
ګوترس دا هم وویل، چې په دې وروستيو کې به د يو لوی کنفرانس له لارې د نړۍ د ځينو هېوادونو او نړېوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړي، چې د افغانستان له ګډوالو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا ۷ میاشتې وړاندې د پاکستان په نظامي ښوونځي (ارمي، پبلک سکول) باندې له بريد وروسته افغان کنډوال له سختو ستونزو سره مخ شوي، چې د نظامي عملياتو پر مهال آن ځينې پاکستاني اوسېدونکي هم د افغانستان په پکتیا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې میشت شول.