د هرات ولایت د برېښنا چارواکي وايي، چې په راتلونکو څلورو ورځو کې به په دغه ولایت کې د برېښنا ستونزه حل کړي.
د دغه ولایت د برېښنا مشر وحید کامراني سلام وطندار ته وویل، د برېښنا د ستنو رغول او کورونو ته د برېښنا بیا ځلې رسول به شاوخوا ۴ ورځې وخت ونیسي.
د هرات ولایت د اوسېدونکو په وینا د برېښنا پرېکیدو له امله ورته ګڼې اقتصادي ستونزې رسېدلي دي.
طالبانو دوې ورځې وړاندې د کشک رباطسنګي ولسوالۍ په سیمه کې د ترکمنستان غځېدلې برېښنا یوه مټه ( ستنه) په بمونو والوځول او د یاد ولایت ۵۳ زره کورنۍ یې د برېښنا له ستر نعمت څخه بې برخې کړې.
د برېښنا دغه ستنه تېر کال د روباطسنګي په چهل دختران سیمه کې په بمونو والوځول شوه.
د هرات ولایت د برېښنا چارواکي وايي، چې برېښنا نوې ستنه سیمې ته وړل شوې او په چټکتیا سره پرې کار روان دی.
په هرات کې د برېښنا پرې کېدو د دې ولایت د اوسېدونکو، کارګرو او دولتي ادارو ته ستونزې پېداکړي دي.
د هرات ولایت د اوسېدونکو په وینا د برېښنا پرېکیدو له امله ورته ګڼې اقتصادي ستونزې رسېدلي دي.
د سرچینې په وینا سره له دې، چې سیمه ناامنه ده ،خو په دې لټه کې دي، چې تر سبا پورې برېښنا وتړي.
تر دې مهال طالبانو څو ځلې د برېښنا د مټې نړولي دي.
د هرات د برېښنا ریاست د چارواکو په وینا په دې ولایت کې ۲۰۰ زره وګړي له وارداتي برېښنا ګټه اخلي، چې ۱۵ په سلو کې د ترکمنستان او ۸۵ سلنه یې د ایران له وارداتي برېښنا ګټه اخلي.