په درزاب ولسوالۍ کې داعش لسګونه کورونه سوځولي

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي، چې د داعش ډلې له خوا په دغه ولسوالۍ کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي، ۵ ماشومان ټپيان او ۲ کوچنیان يې له ځانونو سره بيولي دي.

د یادې ولسوالۍ اوسيدونکي د عدالت غوښتنې په موخه په ډزو د درېيو ویشتل شویو کسانو جنازو سره د جوزجان ولایت انګړ کې ټول شوي و او له حکومته د دغې پېښې د جدي څېړنو غوښتنه هم کوله.

دغه اوسېدونکي وايي، چې په یادو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا چاڼیز عملیات د دوی له‌پاره هیڅ ګټه نه ده کړې او پر وینا يې، تېره ورځ داعش وسله‌والې ډلې د دوی شاوخوا ۱۰۰ کورونه سوځولي او نږدې ۱۵۰ کورونه کډه کولو ته اړ شوي دي.

د جوزجان والي انجینیر عبدالرحمان محمودي سلام‌وطندار ته وویل، چې دوی له پېښې خبرېدو سره سم امنیتي ځواکونه سیمې ته لېږلي، خو پر وینا یې له دوی وړاندې داعش وسله‌والې ډلې څو تنه ډبولي او دوه ماشومان يې هم له ځانونو سره بیولي دي.

محمودي وايي، چې د پېښې د څېړلو له‌پاره به دغې ولسوالۍ ته یو پلاوی واستوي او د چاڼیز عملیاتو له‌پاره هم پلان په پام کې نیول شوی دی.

درزاب د جوزجان ولایت یو له ناامنو ولسوالیو بلل کيږي، چې له ننګرهار څخه وروسته د لومړي ځل له‌پاره داعش جنګیالي په دغه ولایت کې فعال شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام