د کندهار د عامې روغتیا ریاست وایي له خاکرېز ولسوالۍ پرته په نورو ۱۶ ولسوالیو کې به ۵ لکه او ۵۷زره ماشومان په روانو درېیو ورځو کې واکسین شي.
د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، د امنیتي ستونزو لهامله په خاکرېز ولسوالۍ کې له پنځو کلو کمعمره ۱۳ زره کوچنیان د ګوزن په وړاندې د واکسین له کمپاینه پاتې دي.
ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، هڅه کوي، طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي، چې په خاکرېز ولسوالۍ کې، کور په کور د ګوزڼ واکسین تطبیق اجازه ورکړي او ماشومان د سیاست قرباني نه شي.
عام کندهاریان هم په دغه ولایت کې د پولیو له واکسینه د ۱۳ زره ماشومانو پاتې کېدو ته اندېښمن دي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غواړي، ماشومان د خپلو سیاسي موخو قرباني نه کړي.
د حاجي محمد او سیداکرم په نومونو دوو کندهاریانو سلاموطندار ته وویل، دا د سختې اندېښنې ځای دی چې په بشپړ ډول دې یوه ولسوالۍ د واکسینه له پروسې پاتې شي.
دوی وايي، دا چاره د ماشومانو راتلونکی ګواښي او د حل لاره دې ورته ولټول شي.
کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمهییز دفتر مطبوعاتي مسوول عبدالعزیز اکرمي هم وايي، روغتیا د هرچا بشري حق او په کار ده، ماشومان له دغه حقه محروم نه کړل شي.
ومو غوښتل، په دې اړه د طالبانو نظر هم وپوښتو؛ خو ونه توانېدو.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې داسې مهال۱۳زره ماشومان د ناامنیو لهامله د ګوزڼ په وړاندې له واکسینه پاتې کېږي، چي واردمخه د ماشومانو ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې د دغه ولایت په شاه ولیکوټ، یوه په سپين بولدک ولسوالۍ او یوه بله مثبته پېښه د کندهار ښار په نهمه ناحیه کي ثبت شوې دي.
د دې ترڅنګ د ماشومانو ګوزڼ ۲ مثبتي پېښې په هلمند، یوه په زابل، یوه په کندوز او یوه هغه هم په ننګرهار کې ثبت شوې وې.