په جوزجان کې یوې جلۍ ځان راځړولی دی

د جوزجان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د مرکز شبرغان په «چهل‌مرد» سیمه کې یوې جلۍ خپل ځان راځوړلی او وژلی دی.

د جوزجان ولایت د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې وايي، چې دا ۲۰ کلنه جلۍ حاجیه نومېږي، چې تېره شپه یې په طناب باندې ځان راځوړولی دی.

د ده په خبره، دا جلۍ کوژده شوې وه.

خاشې زیاته کړه، چې د دې پېښې د څېړنو له‌پاره نورې پلټنې روانې دي، خو د جلۍ د کورنۍ له خولې وايي، چې دې جلۍ د رواني تکلیفونو له امله ځان‌‌وژنه کړې ده.

دا په جوزجان کې د روانې اوونۍ په اوږدې کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او ځان‌وژنې درېیمه پېښه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام