په جوزجان کې داعش ډلې ۲ زیارتونه سوځولي دي

د جوزجان ولایت ځايي چارواکي او ولسي خلک وايي، چې داعشي وسله والو په دې ولایت کې ۲ زیارتونو ته اور ورته کړی دی.

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري وايي، چې دغې ډلې د حکمت په مشرۍ د جوزجان په بي بي مریم کلي او د سردرې سیمې د صوفي دوست محمد په کلي کې دوه زیارتونه ویجاړ کړي او سوځولي دي.

د درزاب سیمې خلک هم پېښه تاییدوي او وايي، چې داعشي وسله والو خبرداری وکړی، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې به ټول زیارتونه او هدیري ویجاړې کړي.

د خلکو په خبره، داعش ډلې د خواجه اشکاراجان زیات چې نږدې زرکاله لرغونتیا لري ویجاړ کړی دی.

د درزاب ولسوالۍ مشرانو وویل، له دې مخکې داعش ډلې د یو ولسي پاڅون کوونکي جسد ته اور وراچولی و او وايي، که حکومت ژر تر ژره دغه ډله مهار نه کړي حالت به نور هم خراب شي.

داعشي وسله وال د موصل ښار په موزیم کې له اشوري تمدنه په میراث پاتې شوي ګاوبالدار مجسمې د ویجاړولو په حال کې

د داعش ډلې د عقیدې پربنست مجسمې د بوت پرستۍ نښې دي او باید ونړول شي.

داعش وسله والې ډلې په عراق او سوریه کې هم څو ځلې مهم تاریخي لرغوني اثار ویجاړ کړل.

داعشي وسله والو تېر کال د موصل ښار موزیم ټولې هغه مجسمې چې زرګونه کاله لرغونتیا لرله ویجاړې کړې.

داعش په ۲۰۰۶ کال کې د سخت دریځې افراطي عقیدې پر بنسټ عراق کې رامنځته شوه او د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې د یو لړ بریدونو په کولو د نړیوالو پاملرنه یې راجلب کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام