په مريخ کې د تېر کال تاريخي کشفونې

بیا هم په دغه سياره کې د نويو نښو په ليدو سره مونږ ته د ژوند په اړه د خوشحاليو تازه خبرونه را ورسېدل.

۲۰۱۴ م زېږدیز کال فضا ته د لومړي څېړونکي لېږلو له پنځوسمې کليزې سره برابريږي.

په ۱۹۶۴ م زېږديز کال کې د لومړي ځل لپاره د (مارينر ۴) فضايي بېړې په استولو سره دا ثابته شوه، چې په مريخ کې د ژوندي موجوداتو ژوند کول له امکانه لرې خبره ده.

مارينر۴ د مريخ څخه په لنډه فاصله کې انځورونه لېږلي و، چې ګوندې په دغه سياره کې ژوند نه کيږي.

په ډسمبر میاشت کې هغه ساینس پوهان، چې د مريخ سيارې په اړه څېړنې کوي وویل، په دغه سياره کې د ارګانیک موادو اثار ليدل شوي.

ارګانيک هغه کېمياوي مواد دي، چې د ساینس پوهانو په وينا په ځمکه کې يې د ژوند کولو بنسټ ايښی دی.

په ۲۰۱۳ م زېږديز کال کې د څېړونکيو له لوري په مريخ کې يوه تېږه برمه شوه او د هغې تېږې نه ارګانيکي مواد لکه کلورو بنزين، ديکلوريتين، ديکلورپروپن او ديکلوربوتن لاس ته راغلل.

هغه مهال مريخ څېړونکيو وویل، که څه هم د دغو موادو لاس ته راتلل په دغه سياره کې د ژوند کولو څرک نه ښيي، خو بیا هم د ساینس پوهانو لپاره د څېړنو نوی باب پرانیستلی شي.

په ډسمبر میاشت کې مريخ څېړونکیو په مريخ کې د ميتان ګاز شتون تائید کړل.

پر ځمکه د میتان ګاز د ژونديو موجوداتو په وسيله تولیديږي؛ نو ويلای شو، چې د فضا په دغه سياره کې د ژوند کولو بله نښه پېدا شوه.

د سپټمبر په ۲۱مه نېټه د ناسا ادارې بله فضايي بېړۍ د (MAVEN) په نامه دغې سرې سيارې ته واستوله.

خو یاده فضايي بېړۍ هغه مهال مريخ ته ورسېده، چې د دغې سيارې له خوا بل لکۍ لرونکی ستوری د (سایدینګ سپرينګ) په نامه د تېرېدلو په حال کې و.

دغه ۶۷۱ ميليون ډالري فضايي بېړۍ په دې لټه کې ده، چې له دې وړاندې په مريخ کې د ژوند کولو امکانات موجود وو؛ نو څنګه یو ناڅاپه په يوې داسې سيارې بدله شوه، چې د ژوند امکانات پکې بيخي له منځه تللي دي؟

څېړنو دا ثابته کړې، چې په ډېرو پخوا زمانو کې، په مريخ کې د ژوند کولو امکانات وو؛ هلته سيندونه، بحرونه، دښتې او نور په طبيعي ډول موجود وو.

د ناسا دغې سيارې څخه يوازې دوې ورځې وروسته د (MOM) په نوم د مريخ څيړونکيو بيړۍ څلورم لمر ته نژدې د سيارې په سطحه کښيناسته.

هندوستان پر خپلې دغې سيارې ۷۴ ميليونه ډالره لګښت وکړ، چې د مريخ شاوخوا وڅرخېږي او د دغې سيارې د اتموسفير په اړه مطالعه وکړي.

دغه هندي فضايي بېړۍ تر اوسه توانېدلې، چې له فضا او مريخ څخه څو انځورونه ځمکې ته راولېږي.

د بېګ بنګ يا د لويې چاودنې په اړه نوې نښې

په ۲۰۱۴ زيږديز کال د مارچ په میاشت کې د (BICEP2) پروژې څېړونکيو او ساینسپوهانو ادعا وکړه، چې کیهان وروسته د لويې چاودنې بیاځلي راټوليږي او په پایله کې يو لویه څپه را منځ ته کيږي.

خو په دې اړه بيا څو میاشتې وروسته شکونه را پېدا شول.

دغه نړېواله پروژه په انترکتيکا کې د ستر راډيويي تلسکوپ په واسطه هڅه کوي، چې د بېګ بنګ يا لويې چاودنې نور پاتې شوي کشف کړي.

په دغه نور کې نښې دا بيانوي، چې اوسنۍ نړۍ وروسته له دغې لويې چاودنې ژر انبساط کوي او د انبساط په واسطه کې د ګرانشي موج په نوم بل نوی موج په فضا کې منځ ته راځي.

ګرانشي په اوبو کې د تيږې ویشتلو موج ته، ورته موج ته ويل کيږي.

د اروپا د فضايي بېړۍ اژانس یا (European Space Agency) د پلانک فضايي بېړۍ سره يو ځای د ځمکې پر مدار څرخيږي او د دغې مسلې په لټه کې دي.

په سپټمبر میاشت کې د دغه اژانس ساینسپوهانو اعلان وکړ، هغه څه چې د (BICEP2) پروژې څېړونکیو پېدا کړې، پرته له دوړو او ګردونو بل څه نه دي، چې په همدې سره په ۲۱مه پېړۍ کې تر ټولو لوی فضايي کشف په ټول هيجان سره پای ته ورسېد.

BICEP2 پروژه اوس هم ناامېده شوې نه ده او ژمنه يې کړې، چې د خپلو دقيقو څېړنو وروسته به په راتلونکي کې تازه پایلې اعلان کړي.

اوس هم دا احتمالات شته، چې د دغه ماموريت څېړنې به دقيقې او کره وي.

د يوې لکۍ لرونکي ستورې په سطحه لومړنۍ ناسته

د اروپا فضايي اژانس (ایسا) په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ زېږديز کال د نومبر په ۱۲ مه نېټه، د (فيله) په نوم يوه فضايي بېړۍ د (چېريوموف ـ ګراسيمنکو) لکۍ لرونکي ستوري پر سطحه کښينوله.

فیله مخکې له دې، چې خپله انرژي له لاسه ورکړي او د ژمي په خوب (Hibernation)  بيده شي؛ دغه لکۍ لرونکی ستوری يې مطالعه کړ.

روز تتا فضايي بېړۍ، چې د فيله فضايي بېړۍ لېږدونکې وه، په لسو کلونو کې یې ۶،۴ ميليارډ کيلومټره مزل وکړ، چې چېرموف ـ ګراسيمنکو لکۍ لرونکي ستوري ته ځان ورسېد.

کله، چې دغه لکۍ لرونکي ستوري په خپله سطحه کې فيله په شان وړوکۍ بيړۍ ومنله؛ نو دغې بېړۍ ۵۱۰ کليومټره نور فاصله هم ووهله.

هغه مهال، چې فيله کوچنۍ فضايي بېړۍ د دغه لکۍ لرونکي ستوري په سطح کښېناسته؛ کوښښ يې وکړ، چې خپل ځان ټينګ کړي، خو د فني ستونزو له امله يې ونه شو کولی او دویم ځلي یې له خپل اصلي ځای نه پرواز وکړ او ځان ته یې مناسب ځای پېدا کړ.

فیله د لمر په انرژي کار کوي، خو اوس په هغه ځای کې ناست دی، چې هلته سيوری دی او نه شي کولی، چې خپلې بطرۍ چارج کړي.

نو ويلای شو، چې دغه فضايي بېړۍ د ژمي په خوب بيده شوی ده.

فیله مخکې له دې، چې په مکمل ډول خاموشه شي، څو علمي څيړنې يې وکړې:

فیله وکولی شول، چې په دغه لکۍ لرونکي ستوري کې د ارګانيک مالیکولونه کشف کړي.

دغه مالیکولونه کاربن لرونکي دي، چې پر ځمکه د ژونديو موجوداتو له ترکيبونو ګڼل کيږي.

فیله لومړی وغوښت، چې ځان د مېخ په شان د لکۍ لرونکي ستوري په سطحه کلک کړي، خو دغه سطحه د یخ په شان وه.

دغې آلې په سختو شرایطو کې په ښه ډول کار وکړ او په ۲۰۱۴ زيږديز کال د دغه دستګاه له پرمختګونو خوښ یو.

د يوې ستوري د ژوند په کمربند کې د بل ستوري کشف

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ژوند په کمربند کې د ځمکې په اندازه بل ستوری کشف کړ.

د ژوند کمربند، هغه کمربند ته ويل کيږي، چې په هغه کې د ژوند کولو امکانات وي.

یعنی نه لمر ته ډېر نژدې، چې سوځوونکی وي او نه هم سیوري ته ډېر نژدې، چې بیخي یخ وي او د ژوند کولو امکانات پکې نه وي.

همدارنګه د ژوند کمربند هغه ځای ته ويل کيږي، چې اوبه پکې د مایع په حالت کې وي.

دغه تازه کشفه شوې سياره د (کېپلر ۱۸۶ اېف) په نوم ياديږي او زمونږ د ځمکې څخه لس برابره لويه ده.

کېپلر همدا اوس د سرې سيارې یا مريخ شاوخوا څرخېږي.

که چېرې د لمر څخه په کمه انرژي په رڼا او تودوخه په دغه کمربند کې پېدا شي؛ نو په دغه نوي کشف شوي ستوري کې په ميليارډونه کاله د ژوند کول امکان لرلی شي.

د مريخ په مدار کې د پنځوو سيارو په منځ کې ( ۱۸۶ کېپلر)

 او ۱۸۶ اېف له ټولو سيارو ليرې پروت دی او د ځمکې څخه ۴۹۰ نوري کاله واټن لري.

ساینسپوهان داسې فکر کوي، چې په مريخ کې د ځمکې په شان تيږې شته، خو په دې نه پوهيږي، چې کېپلر ۱۸۶ اېف په خپله سطحه کې د ژوند کولو لپاره د ژوند کمربند لري او که نه؟

هر څومره، چې یو ستوری درنيږي په هماغه اندازه يې د مشتري په شان د ګازي سيارو د جوړېدو احتمال ډېرېږي.

په شمسي نظام کې د مشتري په شان ګازي ستوري کې د ژوند کولو امکانات نشته او د ځمکې او مريخ په شان تيږي پکې نه پېدا کيږي.

۱۸۶ اېف کېپلر ستوری د کېپلر فضايي تلېسکوپ په واسطه په فضا کې کشف شو.

د کېپلر د ماموريت پوهانو اعلان وکړ، چې دوی ۷۰۰ نوي ستوري کشف کړي او اوس د ټولو کشف شويو سيارو شمېر دوه برابره شوي.

د تيارې مادې د نښې کشف

څېړونکي د نيوټن فضايي تلسکوپ (-XMM) په واسطه دې پایلې ته ورسېدل، چې د ایکس له شعاګانو نه داسې مرموزې شعاعګانې هم راوتلې، چې دغه شعاعګانې د بروساووش له کهکشان څخه لاس ته راغلي.

دغه شعاګانې په هيڅ وجه د پېژندل شويو مادو په شان نه ده او د څېړونکيو په باور دا يواځې تورې شعاوې دي او بس.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام