په تېره یوه میاشت کې په کابل کې ۵۶۹ مجرمان پولیسو نیولي دي

د کابل امنیتي مسولین وايي، په تېره یوه میاشت کې یې ۵۶۹ تنه د ۲۵۹ جرمي قضیو په تړاو نیولي دي.

د کابل امنیې قومندان عبدالرحمن رحیمي نن د (سپټامبر په ۱۲مه) په یوې خبرې غونډه کې وویل، دغه نیول شوي کسان د وژنو، تښتونو، غلاوو، د نشه یي توکو د قاچاق او ترهګریزو فعالیتونو په تړاو نیول شوي دي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوي دي.

نوموړي همدا ډول وویل، له دغو کسانو څخه د نیول کېدو پر مهال راکټ، کلانشینکوفونه، تومانچې، لسګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي او الکولي مشروبات په لاس ورغلي دي.

رحیمي وویل، په نیول شویو کسانو کې د انسان تښتونکو او حرفوي قاتلینو ۴۰ کسیزه ډله، ۱۲۳ تنه غله، چې په انفردي توګه یې د خلکو شتمنۍ غلا کولې، ۱۶ تنه موټر تښتونکي او ۹ تنه هغه کسان چې په ناقانونه توګه یې وسلې ګرځولې شامل دي.

د کابل امنیې قومندان زیاته کړه، په نیول شویو کسان کې ۹ تنه هغه کسان شامل دي، چې د شهید اونۍ د نمانځنۍ په ورځ د ګډوډۍ او د یو شمېر ښاریانو د وژنې او ټپي کېدو لامل شوي دي.

ده همدا ډول وویل، ډېر ژر به پاتې هغه کسان هم ونیسي، چې په دې ورځ یې ګډوډي او غوغا جوړه کړې وه.

د یادونې وړه ده، د کابل ښار پولیسو د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونو سره په ګډه توګه پر داسې یو پلان کار کوي، چې له مخې به یې په پلازمېنه کې د هغو کسانو مخه ونیسي، چې ناقانونه وسلې ګرځوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام