د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کار له لومړۍ ورځې تر ننه په پرلهپسې توګه د قانون په نقضولو تورن شویدی.
د ټاکنو مهالوېش نقضول، دوو ورځو کې د ټاکنو ترسره کول او په تازهګۍ سره په وقفهيي توګه د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو اعلانول.
پر ټاکنو څار بنسټونه وايي، د ټاکنو کمېسیون له لوري په وقفهيي توګه د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو اعلانول، د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کول دي او دغه مسله د افغانانو پر واړندې د کمېسیون باور ته زیان رسوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا اجرایوي مشر یوسف رشید سلاموطندار ته وايي، په وقفهيي ډول د ټاکنو پایلو اعلان، د ټاکنو خپلواک کمسیون د اصولو او کار خلاف عمل دی.
ښاغلی رشید د کمېسیون نیمګړتیاوې د کمزوري مدیریت او د موثر پروګرام نه لرلو له امله بولي او وايي، دغه کمزورتیا د سیاسي لاسوهنو او پراخ فساد لهپاره زمینه برابروي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیاله ویانده کبرا رضايي وايي، د هېوادوالو او څارونکیو بنسټونو اندېښنې پر ځای دي؛ خو کمېسیون روانو حالاتو کې یو ډول سختو شرایطو سره مخ دی.
اغلې رضايي وايي، دوی په ټاکنو کې د شفافیت د رعایتونولو په پار دا ډول کار کوي.
د ټاکنو قانون ۸۵ مادې په دوویمه فقره کې راغلي چې کمېسیون به لومړنۍ پایلې په قسمي او ابتدايي ډول د ټاکنیز محل، مرکز او حوزې په تفکیک سره اعلانوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند عليرضا روحاني وايي، د قانون لهمخې، نشي کېدی د ولایتونو د ټاکنو پایلو تدریجي اعلان، د قسمي، ابتدايي او وروستو پایلو اعلانولو قانوني بهیر یوه برخه وبولو.
د ده په خبره، د ټاکنو کمېسیون تر اوسه ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته هم پهدې تړاو قانع کوونکي دلایل نهدي وړاندې کړي.
ښاغلی روحاني زیاتوي، د ټاکنو کمېسیون له لوري د ابتدايي پایلو په تدریجي توګه اعلان، د ابتدايي پایلو اعلان لهپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په پروګرامونو هم منفي اغېز کوي.
د ټاکنو کمېسیون تراوسه پورې د هېواد د شلو ولایتونو د ټاکنو ابتدايي پایلې په وقفهيي توګه اعلان کړي، چې دغه کار ولایتونو کې د یو شمېر نوماندانو نیوکې او غبرګون هم راپورته کړیدی.