د تخار د والي ویاند سنتالله تېمور وايي، په تېرو ورځو کې د دې ولایت په ورسج، فرخار، چاهاب او چال ولسوالیو کې سېلابونو او په نمکاب او رستاق ولسوالیو کې غره ښویېدنې تخاریانو ته ګڼ مالي زیانونه رسولي دي او ځاني زیانونه یې هم لرل.
د والي ویاند وویل، د سېلابونو راوتلو له امله له ۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي، ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلی تېمور وايي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو بېځایه شویو له ځېنو کورنیو سره ځايي حکومت د خوراکي توکیو او البسې مرسته کړې ده.
د تخار د والي ویاند زیاتوي، خلکو ته د اوښتو زیانونو شمېرې په زیاتېدو دي او ولایتي ادارې د دغو پېښو د څېړولو لهپاره پلاوی ټاکلی دی. نوموړی وايي، د بېځایه شویو خلکو سره د لازمو مرستو لهپاره اړتیا ده مرکزي حکومت مرستې راولیږي.
د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني سلاموطندار ته وویل، په دغو سېلابونو او توپانونو کې له ۲۰۰ ډېر کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. هغه وايي، زیانمن شوي جدي مرستې ته اړتیا لري.
عصمت قرباني وايي، له بدهمرغه تراوسه ځايي ادارې زیانمنو شویو کسانو سره د پام وړ مرسته نه ده کړې.