په تخار کې د کاغذي تذکرو ۹ زره پاڼې ورکې شوې دي

د تخار ولایت ځايي مسوولان وايي چې په ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي عبدالباقي ملکزاده د کاغذي تذکرو شاوخوا ۹ زره پاڼې ورکې کړي دي.

د تخار ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي وايي، له مرکز کابل څخه د غبرګولي په ۱۵مه نېټه د کاغذي تذکرو ۱۰زره پاڼې تخار ولایت ته ورولېږل شوې دي، خو له دې شمېره ځنې ۱۰۰۰ پاڼې تالقانو ښار ته رسېدلي او نورې ټولې پاڼې هغو سیمو ته لېږدول شوي دي چې عبدالباقي ملکزاده پرې نفوذ لري.

سلام‌وطندار ته رسېدلی لاسوند ښيي چې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي عبدالباقي ملکزاده په لاس د کاغذي تذکرو ۱۰ زره پاڼې دغه ولایت ته ورلېږل شوي دي. د دغه لاسوند په پای کې د نفوسو احوالو ثبت ادارې رییس همایون محتاط لاسلیک لیدل کېږي چې کاږل شوي دي دغه پاڼې دې د تخار مرکز تالقانو ښار او فرخار، بنګي او اشمکس ولسوالیو ته ولېږدول شي.

په تخار ولایت کې د کاغذي تذکرو د پاڼو (پي‌ام‌یو) وېش مسوول حمیدالله تاییدوي چې دوی سره له همغږۍ پرته سلګونه پاڼې د تخار ځېنو سیمو ته لېږل شوې دي.

د تخار ولایت د بشري سرچینو رییس قهار حاتمي وايي، ټولو ادارو ته یې امر کړی چې د کاغذي تذکرو دغه پاڼې وانه‌خلي.

خو عبدالباقي ملکزاده سلام‌وطندار ته وویل، د کاغذي تذکرو پاڼو ورکېدو موضوع ډېره مهمه ده او دی، په دې قضیې کې لاس نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام