په بغلان کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي

د بغلان ولایت امنيتي چارواکي وايي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې ۵۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ نور يې ټپيان دي.

بغلان د کندوز ولایت سره، چې د هېواد په شمالي برخه کې پروت دی سرحد لري.

کندوز څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته سقوط وکړ او وروسته له دوو ورځو بېرته افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې شوه.

د بغلان امنيې قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان وروسته د کندوز ولایت له سقوط څخه د دغه ولایت په ځينو امنيتي پوستو بريدونه زیات کړل، چې د افغان امنيتي ځواکونو سره له جګړې وروسته په مرکزي بغلان او برکه ولسواليو کې وسله والو ته دغه تلفات اوښتي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وسله وال طالبان د کندوز له جګړې وروسته د بغلان په برکه، مرکزي بغلان، پلخمري، دوشي، تاله او برفک کې ځينې تحرکات درلودل.

خبرپاڼه کاږي، وسله وال طالبان په دې توانېدلي چې تاله او برفک ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو د یاد ولایت امنيې قومندانۍ په وينا په نورو سيمو کې بیا د افغان امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

داسې هم ویل کيږي، چې د وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ په مرکزي بغلان کې هم جګړه پای ته رسېدلې او طالبان له زياتو تلفاتو وروسته تښتېدلي.

جرخشک، چهارشنبه تپه او ګرداب د بغلان هغه ولسوالۍ دي، چې وسله والو طالبانو د کمکي امنيتي ځواکونو د راتګ له پاره موانع رامنځ ته کړي و.

داسې ویل کيږي، چې کمانډو ځواکونه د طالبانو له کمین وروسته بغلان ولایت ته له څه ځنډ وروسته ورسېدل.

اوسمهال د کندوز ولایت، تاله او برفک، د پلخمري ښار ځينې سيمې، ډنډ غوري، ډنډشهاب‌الدین، د دوشي ځينې سيمې، برکه، مرکزي بغلان او دهنه ی غوري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په تصرف کې دي او له دغو سيمو څخه د کابل ـ کندوز او کابل ـ بلخ لويې لارې له ګواښ سره مخ کولی شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام