په بغلان کې ځېنو ښوونکيو ته د اصلي معاش پر ځای د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي

د بغلان ولایت د بَرکې ولسوالۍ ځېنې ښوونکي ادعا کوي، چې تر اوسه د دې ولسوالۍ ځېنې ښوونکي له خپلو حقونو خبر نه دي او د یوې میاشتې خدمت په بدل کې په ډېر ځنډ سره ایله ۱۵۰۰ افغانۍ میاشتنی معاش اخلي.

د د دوی پر وینا، د پوهنې ریاست ځېنې کار کوونکي د دوی حقوق خپل جیب ته اچوي او طالبان هم ترې جزیه اخلي.

د بغلان د بَرکې ولسوالۍ د تنګي مورچ لېسې ځېنو استادانو سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه هغوی د خپلو حقونو څخه نه دي خبر او نه پوهېږي، چې د یوې میاشتې خدمت په بدل کې څومره معاش اخلي.

دوی زیاتوي، اوسمهال د یوې میاشتې کاري خدمت په بدل کې یوازې ۱۵۰۰ افغانۍ حق الزحمه تر لاسه کوي او پاتې نورې هغه یې د پوهنې ریاست مدیریان او مالي کارکوونکي په خپل جیب کې اچوي.

د بغلان د برکې ولسوالۍ د تنګي مرچ د لېسې ښوونکی تاش مراد وايي، د ده په شان د لرو سیمو ښوونکي له خپلو اصلي حقوقو نه دي خبر او په همدې علت کم معاش ورکول کېږي، چې په پاتې پيسو یې د ولسوالۍ پوهنې مدیران او معتمدان سوداګري کوي.

تاش مراد زیاتوي، که د پوهنې ریاست کارکوونکي د تنګي مرچ لېسې ته ورشی؛ نو د ښوونکیو حیف و میل به په خپله ورته ثابت شي.

د بغلان ولایت د پوهنې رییس ډاکټر محی الدین پیکان حیدري د دې ولایت د پوهنې په اداره کې فساد تاییدوي، زیاتوي، چې د بَرکې ولسوالۍ د ځېنو لېسو د ښوونکیو د حیف و میل شویو حقوقو څېړنه به وکړي او که دا موضوع ثابته شي؛ نو ښکېل کسان به څارنوالۍ ته ور معرفي کړي.

حیدري تازه د بغلان ولایت د پوهنې رییس شوی او د بغلان د اوسېدونکیو پر وینا، د دې ولایت د پوهنې ریاست په بد وضیعت کې دی.

له دې مخکې داسې ادعاوې هم شوې وې، چې د بغلان ولایت د لرو پرتو سیمو د ښوونځيو د ښوونکیو د نه حاضرۍ له امله ښوونځي تړل شوي؛ خو ښوونکي بیا میاشتنی حقونه ترلاسه کوي. د ده په خبره، په دې اړه یې هم پلټنې روانې دي.

له دې وړاندې د بغلان د پوهنې ریاست خپل ۴ کارکوونکي د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندلي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام