د سالنګ لارې د خوندیتوب او مراقبت مسوول جنرال رجب له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د بغلان ولایت د خنجان په ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو د کابل – شمال لاره ویجاړه کړې ده.
جنرال رجب وویل، چې د جادې د خلاصولو له پاره یې کار پیل کړی او ډاډ ورکوي، چې که د دویم ځل له پاره بارانونه و نه وریږي، تر نن شپې پورې دغه لار د ترافیکو پرمخ خلاصوي.
نوموړي له ټولو مسافرو وغوښتل، چې د لارې تر خلاصونه دې زغم وکړي.
په بغلان کې دغو سیلابونو کرنیزو ځمکو او کورونو ته هم زیان رسولی دی.
د بغلان ولایت له طبیعې پېښو سره د مبارزې ریاست رییس محمد نصیر کهزاد وايي، چې د راوتلو سیلابونو له امله ۱۲۰ کورونه او سلګونه جریبه ځمکې ویجاړې شوې دي.
دی وايي، چې څېړنې یې پیل کړي، چې د متضررو کورنیو شمېر معلوم کړي او مرستې ورسره وکړي.
کهزاد وايي، چې اوسمهال له زیانمن شویو کسانو سره د مرستې کولو زمینه نه ده برابره.
د بغلان ولایت له طبیعې پېښو سره د مبارزې ادارې رییس وايي، چې د دې ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې هم د راوتلو سیلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ ویجاړې کړي دي او لسګونه حیوانات یې له منځه وړي دي.