په بدخشان کې د لاجوردو جګړه

په بدخشان ولایت کې د سیمه ییزو وسله والو ډلو او سیمه ییزو قومندانان تر منځ د لاجوردو د کيندنې پر سر سیالۍ؛ دغه ولایت د ناامنۍ له ګواښ سره مخ کړی دی.

د دغه ولایت چارواکي وايي، چې د لارجوردو په کیندنې کې طالبان هم ونډه لري.

بدخشان ولایت په خپله غرنیزه لمن کې د لاجوردو ارزښت لرونکو ډبرو ته ځای ور کړی، او د دغو مشهورو ډبرو رنګینې بېلګې په نړیوالو موزیمونو کې د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې کېږي.

د لاجوردو د کیندنو پر سر د وسله والو سیالۍ، دغه ولایت د ناامنۍ پر تنور بدل کړی دی.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار سلام وطندار ته وویل، چې د بدخشان لاجورد پر یوې معما بدل شوي دي.

د ده په وینا، دغه کان تر ۲۰۱۲ کال پورې د "لاجوردین شرکت" له لوري په قانوني ډول کیندل کېدل، خو د یو جهادي قومندان له خوا چې قومندان ملک نومیږي؛ د دغه کان واک تر لاسه کړ او د کان په غیر فني کیندنې یې شروع وکړه.

د بیدار په خبره، سیمه ییز حکومت د لاجوردو د کان د بیا نیولو ځواک نه لري، نوموړی زیاتوي، چې دغه قومندان له ۶۰۰ تر ۷۰۰ وسله والې ډلې لري او د بدخشان ولایت په کران او منجان ولسوالیو کې د لاجوردو ذخیرې جوړوي.

دی همدا راز وايي، چې مخکیني رالیږل شويو واحدونو، له یاد قومندان سره د ځېنو امتیازاتو پر سر معامله کړې وه.

د بدخشان د والي مرستیال وايي، چې د "لاجوردین شرکت" قرار داد لغوه شوی، چې له امله یې اوس د دغه کان ۴۰ سلنه ګټه د طالبانو جېبونو ته ځي.

له پرلپسې اړیکو سره – سره په دې بریالی نه شو، چې قومندان ملک سره اړیکه ونیسو.

په ورته وخت کې ولسي جرګه کې د بدخشان وکیل، ولي نیازی وايي، چې اوسمهال له دغه کان نه ۳ ډلې ګټه اخلي.

د نیازي په باور، سیمه ییز زورواکي، طالبان او ځېنې حکومتي کړۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول له دغه کان نه د سترې عایداتي سرچینې په ډول ګټنه کوي.

له دې مخکې هم له فساد سره د مبارزې او د کانونو د کیندې بنسټونو د بدخشان ولایت د لاجوردو د ناقانونه کیندنو نه اندېښنه ښودلې وه.

په دې وروستیو کې د کانونو وزارت اعلان کړی دی، چې په هېواد کې به د کانونو د ناقانونه کیندنې مخه ونیسي. دوی ټینګار کوي، چې تر ډېره بریده به هڅه وکړي، چې د کانونو کیندنه د حکومت په ګټه وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام