په بامیانو کې د یوې نجلۍ وژنه

د بامیانو سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د (فېبرورۍ پر ۱۴مه) نامعلومو وسله‌والو د د مرکز اړوند «ګوروانای» سیمه کې یوې نجلۍ باندې ډزې کړي او وژلې یې ده.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي د خبر د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته د دې قتل علت کورنی تاوتریخوالی ګڼي او ویې ویل، چې تر اوسه د دې پېښې په اړه د مقتولې کورنۍ څو مشکوک غړي نیول شوي دي.

د احمدي پر وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د مرمیو تر څنګ د دې نجلۍ پر وجود د چاقو د ګوزارونو نښې هم لیدل کېږي. ده زیاته کړه، چې د پېښې د اصلي عاملانو د نیولو په اړه څېړنې روانې دي.

د بامیانو ملکي روغتون رییس ډاکټر سیلیم نیکپي سلام‌وطندار ته وویل، چې مرمې د جلۍ په سر لګېدلې ده. د روغتون د رییس پر وینا، له دې سره په روانه یوه میاشت کې دا د ښځو د وژنې څلورمه قضیه ده، چې له دې روغتون سره ثبتېږي.

 دوه اوونۍ مخکې نامعلومو وسله‌والو هم په همدې سیمه کې د یوې ۲۰ کلنې جلۍ غاړه په چاقو پرې کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام