په باميان کې د ژمني ګرځندويۍ دويمه جشنواره پيل شوه

باميانو ولايت کې تېره ورځ( جمعه، دلوه ۱۸) د پروان او باميانو ولايت د ورزشکارانو ترمنځ د اس ځغلونې دوستانه لوبې به ترسره کېدو د دې ولايت د ژمني ګرځندويۍ دويمه جشنواره پيل شوه.

د ياد ولايت سيمه‌ييز مسوولان وايي، په دې جشنواره کې سيمه‌ييزه موسيقي، شعر لوستل، د سکي لوبې، د لاسي صنايعو نندارتون او د بودا ښودنې نمايش هم شامل دي.

ټاکل شوې بياميانو  کې دا نندارتون يوې مياشتې پورې دوام وکړي.

د باميانو اوسېدونکي وايي، د دې ډول سياليو او جشنوارو ترسره کول ګرځندويۍ ته لار هواروي.

د يادې جشنوارې په پرانيستو کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مالي او اداري مرستيالې سیدې مژگان مصطفوي هم حضور درلود وويل چې بامیان ولایت په هېواد کې د ګرځندویۍ یو له مهمو ځایونو دی.

د باميانو والي محمدطاهر زهیر په دغه ولایت کې د ګرځندویۍ د صنعت پر ودې ټینګار کوي او وايي چې د ګرځندویۍ صنعت د بامیانو د عاید یوازینۍ سرچینه ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام