د ترکيې په انقرې ښار کې د روسيې سفیر اندري کارلوف په داسې حال کې د یو تن له خوا په ډزو ووژل شو، چې غوښتل يې د یو نندارتون له پرانستلو وروسته د یوې مطبوعاتې ناستې په ترڅ کې خبریالانو سره خبرې وکړي.
دغه ساتونکي د " الله اکبر" نارې وهلې او په خورا احساساتو او تکرار سره يې ویل، چې "سوریه مه هیروئ".
د نړېوالو رسنيو له خوا په خپره شوې ویډيو کې د روسيې سفیر له شانه په ډزو ویشتل کيږي او ځای پر ځای پرځمکه غورځيږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه پولیس د انقرې د پولیسو په لیکو کې له ۲۰۱۴ م میلادي کال راهیسې دنده ترسره کوله.
د انقرې ښاروال دغه برید د روسيې او ترکيې د اړیکو د خرابوالي له پاره یوه توطیه بولي.
له بل لوري د روسيې هېواد هم په فوري ډول د دغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او د غندلو ترڅنګ يې دا یو تروریستي عمل بللی دی.
داسې ویل کيږي، چې برید کوونکی مسلمان و.
په دغه ډزو کې څو تنه نور هم ټپيان شوې دي.
ترکيې ویلي، چې په دې اړه به بشپړ او جدي تحقیقات وکړي.
له بل لوري روسيې زیاته کړې، چې د دغه برید مسوول افراطي اسلامپالي دي.