د افغانستان د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې په کندوز او هلمند ولایتونو کې د ناامنیو له امله د دغه وزارت پراختیایي پروژې نه دي پلي شوي.
د دې وزارت وزیر محمود بلیغ د یکشنبې پر ورځ د (جنورۍ پر ۱۵مه) کابل کې د ۱۳۹۵ کال د کړونو د راپور ورکولو پر مهال وویل، چې د دوی وزارت د هغو وزارتونو له ډلې دی، چې تر ټولو ډېره پراختیایي بودیجه لري؛ خو د امنیتي او نورو ګڼو ستونزو له امله د پروژو په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.
بلیغ زیاتوي، چې په هلمند او کندوز ولایتونو کې اوس هم پروژې په ټپه ولاړې دي او ان په امنو ولایتونو لکه، هرات کې هم د ځېنو ودانیزو شرکتونو کارکوونکي وژل شوي دي.
بل لورې ښاغلی بلیغ، زړه اداره، د ټولګټو وزارت د تشکیلاتو سیستم او د بودیجې د کاري بهیر ځنډېدل له هغو نورو ستونزو بولي، چې دغه وزارت ورسره مخ دی.
بلیغ همدارنګه زیاتوي، دغه وزارت په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ۵۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۴۰ ډېرو پروژو تړونونه لاسلیک کړي دي او ۱۸ نورې هغه پروژې دي، چې تړونونه یې لاسلیک ته چمتو دي.
په دې پروژو کې د بدخشان ولایت د بهارک ـ اشکاشم ۱۰۰ کیلومتره سړک، د شبرغان حلقوي سړک، د امام شش نور سړک او د هرات په ولایت کې ۲۰ کیلومتره سړک شامل دی.
د ټولګټو وزیر زیاتوي، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ۸۰۰۰ کیلومتره سړک جوړ شوی؛ خو ساتلو ته یې ځانګړې پام نه دی شوی.
خو وايي، چې د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې په پار له اسیا پراختیایي بانګ سره د ۳۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی.
بلیغ له چین سره د افغانستان د ریل پټلۍ نښلېدل د ۱۳۹۵ کال له لاسته راوړنو څخه ګڼي، وایي چې دغه پټلۍ د وخت او لګښت له اړخه په هېواد کې د سوند او نورو توکیو په بیه ډېر اغېز لري.
د ټولګټو وزیر دا هم وايي، چې د تورخم ـ جلال اباد او سپین بولدک ـ کندهار د ریل پټلۍ کار به هم په راروان کال کې پیل شي او په دې هڅه کې دي، چې د افغانستان ریل پټلۍ له پاکستان سره هم ونښلوي.
د ټولګټو وزارت د ۱۳۹۵ کال ټوله بودیجه ۴۹۶ میلونه ډالره وه، چې ۹۰ میلیونه ډالره یې اختیاري او ۴۰۵ میلیونه ډالره یې غیراختیاري وه.
د ټولګټو وزارت وزیر د لړم پر ۲۲ نېټه د بودیجې د کم لګښت له امله د ولسي جرګې له خوا استیضاح شو؛ خو د باور رایه یې ترلاسه نه کړه.