په افغانستان کې هر کال د تیونو د سرطان ۷ زره پېښې ثبتېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په اټکلي توګه په افغانستان کې هر کار د سرطان ۲۰ زره ناروغۍ تشخیصېږي، چې له جملې يې یواځې ۷ زره د سینې د سرطان ناروغۍ دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مسولین وايي، چې دغه شمېرې کره نه دي او امکان لري، چې له دې هم زیاتې وي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ریچارډ پیپر نن چهار شنبې د (اوکټوربر په ۲۱مه) په کابل کې (د سینې د سرطان نه د مخنیوي او کنټرول) په نامه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په وروستیو دوو لسیزو کې د سینې د سرطان ناروغۍ دوه برابره زیاتې شوې دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، چې په افغانستان کې پر وخت د سینو سرطان د ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نه رسول، د دې لامل شوي، چې زیات شمېر ښځې د همدې ناروغۍ له امله مړې شوې دي.

فیرزو وايي، چې د روغتیا وزارت د سینې سرطان ناروغۍ د مخنیوي له پاره دوه پروګرامه په پام کې لري، د سینې سرطان د ناروغۍ په اړه ټولیز او عامه پوهاوی او په دې برخه کې د شته ظرفیتونو لوړول او د ناروغیو پېژندل.

په ورته وخت کې غونډې ته راغلو ګډونوالو د دې ناروغۍ له پاره د ځانګړو روغتونونو پر جوړولو د تاکيد تر څنګ وویل، چې په هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې له پاره د روغتونونو نه موجودیت د دې لامل شوي، چې خلک د درملنې له پاره بهر هېوادونو ته لاړ شي.

فاطمه بختیاري چې له یو کال راهیسې د سینې د سرطان پر ناروغۍ اخته ده؛ وايي، چې په افغانستان کې یې ډاکټرانو درملنه ونه شوه کړای؛ ځکه اړ شوه، چې د خپلې ناروغۍ د درمنلې له پاره بهر ته لاړه شي.

بختیاري د عامې روغتیا له وزارت نه غواړي، چې د رسنیو او روغتیايي مرکزونو له لارې ښځو ته د دغې ناروغۍ په اړه معلومات ورکړی. هغې همدارنګه له ښځو وغوښتل، چې د دې ناروغۍ د نښو د پیداکېدلو پر وخت، ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۱۲زېږديز کال کې په ټوله نړۍ کې ۳ ميلیونه وګړي د سرطان پر ناروغۍ اخته وو، چې له جملې یې یو میلیون یواځې د سینو سرطان ناروغانې وې.

د سینې سرطان په ښځو کې یوه تر ټولو خطرناکه ناروغي ده او تر ډېره پرې د ۴۵ کالو نه د زیات عمر لرونکې ښځې اخته کېږي. د دې ناروغۍ عمده نښې، د سینو د سر یا زېربغل ضخيمېدل، په بالغې ښځې کې د سینو د اندازې تغیر، د سینو له څوکو د یو ډول مایع راوتل او د سینو د سر د رنګ تغیرېدل، دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام