د حج ارشاد او اوقافو وزارت چارواکي وايي، چې همدا اوس د هېواد په کچه ۱۶۰ زره جوماتونه شته، چې ځينې يې له دوی سره ثبت دي او د دغو ثبت شویو شمېر یوازې ۵ زرو ته رسیږي.
د دغو ثبت شویو جوماتونو ملاامان له ۱۳ زرو څخه تر ۱۴ زرو پورې له دولت څخه معاشونه هم اخلي.
راپورونه وايي، چې پخوا د دغو ملاامانو تنخوا ۳ یا ۴ زره وه، خو اوس يې په معاشونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
خو د چارو شنونکي بیا وايي، چې ډیری وختونه له جوماتونو څخه ځينې ډلې ټپلې د ناوړ تبلیغاتو په موخه هم کار اخلي، نو باید دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.
د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد سلام وطندار ته وویل، له دغو جوماتونو څخه ۴۸ زره يې له دوی سره ثبت دي او ۵ زره هغه يې رسمي دي.
نوموړی وايي، چې د رسمي جوماتونو ملاامامان له دولت څخه د درېيم او څلورم بست تنخوا ترلاسه کوي.
د دې ترڅنګ دوی د دیني عالمانو د علمي زده کړو د کچې د لوړولو په موخه دوه انسټیټونه هم جوړ کړي، چې د جمعې ورځو د خطبو مسایلو په اړه موضوعات هم ورته استول کيږي.
هغه وايي، چې له دې سره سره د جوماتونو د څارنې او مراقبت په برخه کې ستونزې لري.
د چارو ځينې څېړونکي په دې باور دي، چې يو شمېر جوماتونو کې د دولت د مخالفینو له خوا ناوړه تبلیغات کيږي.
څېړونکی محمداسحق اتمر وايي، چې جوماتونه د عباداتو ترڅنګ د ماشومانو د زده کړې ځای هم دی، خو په دې وروستیو کې له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستل کيږي.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برخه باید د حج او اوقافو وزارت جدي پام وکړي.
دغه راز د چارو بل څېړونکی معین مرستیال هم په دې باور دي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او جوماتونه د هېواد په ګوډ ګوډ په کلیو، بانډو او ښارونو کې شته، چې کله ناکله له ځينو جوماتونو څخه د هېواد دښمنان د افراطیت د تبلیغ په موخه کار اخلي.
د ده پر خبره، دولت باید دې کار ته جدي پاملرنه وکړي او د مخنیوي له پاره يې په کلیو، بانډو، ښارونو او نورو ځایونو کې له مخورو او انکشافي شوراګانو مرسته وغواړي.
هغه هم د دغو جوماتونو پر رسمي کېدو ټينګار کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د حج ارشاد او اوقافو وزارت چارواکي وايي، دوی هڅې کوي، چې د جوماتونو د کنټرول په اړه کار وکړي او د ناوړه تبلیغاتو مخه يې ونیسي،خو لا هم د پلازمینې کابل په شمول د ولایتونو په زیاتو جوماتونو کې د خطبو په ټاکلو دوی واک نه لري.