د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د «۱۳۹۶ لمریز کال په وسلهوالو نښتو کې د ملکیانو مرګژوبلې» تر سرلیک لاندې خپل تازه راپور کې ویلي، په ۹۶یم کال کې د تېر هغه په پرتله ۱۵ سلنه زیات ملکیان وژل شويدي.
د بشري حقونو راپور کاږي چې د ټپيانو شمېر ۲۱ سلنه راټیټ شوی او په مجموع کې د مرګژوبلې شمېره ۹ سلنه راکمه شوېده.
د دغه راپور پر بنست، په ۱۳۹۶ کال کې ۳زره او ۲۳۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۶زره او ۱۷۴ تنه ملیکان ټپیان شويدي. د وژل شویو له شمېرې ۴۷،۳ سنله یې نارینه، ۳۸،۱ سلنه یې مېرمنې او ۱۲،۵ سلنه یې ماشومان دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې د هېواد په سویل زون کې ۳زره او ۱۹۵ تنو، مرکز کې یو زرو او ۸۶۸ تنو، ختیځ زون کې یو زرو او ۵۶۱ تنو، لوېدیځ زون کې یو زرو او ۱۱۰ تنو او شمال زون د ۶۶۲ تنو ملکیانو په مرګژوبلې سره په ترتیب جدول کې لومړی، دویم، درېیم، څلورم او پنځ ځایونه لري.
په راپور کې د ملکیانو مرګژوبلې ۶۵،۲ سلنه مسوولیت د حکومت وسلهوالو مخالفانو ته نسبت شویدی. د ۷،۸ سلنو ملیکانو مرګژوبلې مسوولیت د دولت ملاتړیو ځواکونو او ۰،۴ سلنه پاکستانیو ځواکونو ته منسوب شویدی.
د بشري حقونو په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د تېرکال په پرتله د پاکستانیو ځواکونو په راکټي بریدونو کې ۶۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د ولسيوګړیو مرګژوبلې له ټولټال شمېرې چې د حکومت وسلهوالو مخالفینو ته نسبت شوي؛ د ۵۷ سلنې (۵۳۷۰) عامل وسلهوال طالبان، ۸،۱ سلنه عامل داعشيان او د یو پر څلورمې سلنې (۲۶،۶) ملکي مرګژوبلې عاملان لا معلوم نهدي.
د بشري حقونو کمېسیون وايي، د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۷۳۶ ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي. د دې شمېرې له ډلې ۶،۸ سلنه (۶۴۱تنه) افغان امنیتي ځواکونو او پاتې ۱سلنه (۹۵تنه) بهرنیو ځواکونو ته منسوب شويدي. دې شمېرې ته په پام سره د ۱۳۹۵ کال په پرتلې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ملکیانو مرګژوبلې کچه ۴۵ سلنه راکمه شوېده.
د دغه راپور په یوې برخه کې د تلفاتو لامل په اړه راغلي چې د مرګژوبلې ۳۰۰۱ مورده (۳۱،۹ سلنه) ځانمرګي بریدونه، یو زرو او ۸۴۰ مورده (۱۹،۵سلنه) ځمکنۍ نښتې، ۱زرو او ۴۳۶ مورده (۱۵،۳سلنه) ځمکني ماینونه، یو زرو او ۴۰۰ مورده (۱۴،۹سلنه) راکټي بریدونه او ۴۸۱ مورده (۵،۱ سلنه) هوايي بریدونه دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور پر بنسټ په ۱۳۹۵ کال کې د ځانمرګو بریدونو له کبله د مرګژوبلې شمېره له ۲۵ سلنې ۳۲ سلنې ته لوړه شوېده.
د افغانستان د بشري حقونو راپور د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر (نی) په حواله لیکلي، په ۱۳۹۶ کال کې ۲۱ تنه خبریالان وژل شويدي. په همدې کال په کابل، هرات او میرزاولنګ کې ۵۵۰ تنه هزارهګان وژل شوي او ټپیان شويدي.
د افغانستان بشري حقونو د حکومت له لوري «د ملکیانو د تلفاتو د کموالي ملي کړنلارې» جوړول او د «ملکیانو د ژغورنې او د تلفاتو د کموالي بورډ» د تصویب هرکلی وکړ او دا یې د تلفاتو په کمولو کې مهم وګڼل.
د دې راپور په پای کې په جګړه له ښکېلو خواوو نه د ملکيانو د خوندیتوب غوښتنه شوېده.
دا پهداسې حال کې ده چې څه موده مخکې نړۍوالې جنایي محکمې په رسمي ډول په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د شکایتونو ثبتول پيل کړل. د بشري حقونو کمېسیون په راپور کې هم لهدې محکمې هیله ښودل شوې او ویلي یې دي چې دا کمېسیون د بشري حقونو د نقض د عاملانو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.
د بشر حقونو کمېسیون راپور داسې مهال خپور شو چې نن په کابل کې دوه مرګبار ځانمرګي بریدونه وشول. پهدې بریدونو کې ۲۹ تنه ووژل شول او ۴۵ تنه نور ټپیان شول. په وژل شویو کې ۹ تنه خبریالان وو.